په کابل پوهنتون کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر پیل شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۸:۵۶
ku

د کرونا (کوویډ۱۹) ویروس واکسین د تطبیق بهیر د روان کال د غوايي/ ثور په ۱۱ نېټه د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون استادانو، محصلینو، اداري کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او خدماتي کارکوونکو ته د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو له لوري د کابل پوهنتون د رییس او مرستیالانو په شتون کې پیل شو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو او کارمندانو څخه ستاینه وکړه، چې د کابل پوهنتون استادانو، محصلینو او کارمندانو یې د واکسین تر پوښښ لاندې نیولي دي مننه وکړه. پوهاند بابري د کرونا ویروس درېمه څپه خطرناکه وبلله او د کابل پوهنتون له استادانو، محصلینو او کارمندانو څخه یې وغوښتل، چې د دې ویروس څخه د ساتنې په موخه د خپل ځانونه واکسیون کړي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د ملي کتلوي معافیت ریاست د افهام او تفهیم مسوول ډاکټر ګلاب خان ایوب د کرونا درېمه څپه وژونکي او خطرناکه وبلله او ویې ویل، چې د ګڼې ګوڼې ځایونه لکه پوهنتونونه، تحصیلي او ښوونیز بنسټونه له ګواښ سره مخ دي او په همدې موخه باید د دې بنسټونو استادان، محصلین او کارمندان باید واکسین شي او د عامې روعتیا وزارت د دې کار تر سره کولو ته ژمن دی.

په کابل پوهنتون کې د کرونا واکسین پلي کېدل په اتو سیمو کې، چې د دې پوهنتون ټول پوهنځي به پکې شامل وي د دوه ورځو لپاره به دوام ومومي. کابل پوهنتون د زر استادانو، شپږ ویشت زره محصلینو او اووه سوه اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو درلودونکی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۱۱
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دائر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د وترنرۍ علومو ډاکټرانو د کلینکي او علمي مهارتونو د لوړاوي علمي کنفرانس ترسره شو

د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي له لوري د کابل او څو ولایتونو د وترنرۍ علومو ډاکټرانو لپاره د «کلینکي او علمي مهارتونو لوړول» تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس ترسره شو، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره او پر لیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي، چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د (۲۰۲۵) م کال د درېیمې دورې، څلورمه ګڼه یې خپره او پر لیکه کړه.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: