د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس معرفي شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۰:۴۳
ku

د عربي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد پوهنوال محمد اسماعیل ناصري د روان کال د وري په ۳۰ نېټه د سې شنبې په ورځ د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي له لوري د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رییس او د دې پوهنځي د یو شېمېر استادانو په شتون کې د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د رییس په توګه معرفي کړ.

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي پدې غونډه کې خبرې وکړې او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د څانګو په زیاتوالي خوښي وښوده او د پوهنتونونو بدلون یې له لومړي نسل څخه دوهم، درېم او څلورم نسل ته، د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي درسي نصاب (کریکورلم) ترتیب د ټولنې د اړتیا مطابق او د دې څانګې د معیارونو پر بنسټ، د دې برخې د محصلینو او متخصصو ښه روزنه، د کیفیت تضمین د ښه والي لپاره هڅې او د پوهنتون دبدلون پلان بریالیتوب او ... باندې خبرې وکړې او نوموړي ته یې د بریالیتوب هیلې کولو ترڅنګ یې له ریاست سره د دې پوهنځي د استادانو په همکاري تاکید وکړ.

پوهنوال ناصري پدې برنامه کې خبرې وکړې او د دې پوهنځي د رییس په توګه یې د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت له باور څخه مننه وکړه، د بهرنیو ژبو او ادبیاتو څانګو کې د معیاراتو پلي کېدو او د درسي چارو د غوره والي په برخه کې په سهولت تاکید وکړ. نوموړي تعهد وکړ، چې د دې پوهنځي د استادانو او د څانګو امرینو په همکاري ګام په ګام د پوهنتون د بدلون پلان پر بنسټ به مخکې ځي او د هیواد ځوان او زده کړیال نسل ته د سهولت زمینه او خدمتونو په برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

پوهنوال محمد اسماعیل ناصر د کابل پوهنتون د عربي ژبې او ادبیاتو څانګې څخه په فارغ شوی او اوس د دې څانګې د استادانو له ډلې دی او تر اوسه یې پدې برخه کې تر  ۲۰ زیات علمي او څېړنیز اثار لري. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي شته څانګې تر اوسه پورې په یوه پوهنځي کې شاملې وې، چې د څانګې د زیاتوالي او د دې پوهنځي د کارونو د زیاتوالي له امله اوس په دوه برخو د داخلي ژبو او ادبیاتو او بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځیو باندې ویشل شوي دي، چې د دې برخې په مستقل کېدو سره اوس کابل پوهنتون د ۲۲ پوهنځیو لرونکی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: