د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

Abdul Hai Alamyar
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۷:۳۳
ku

د روان کال د وري په ۱۰ نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس محمد عثمان بابري په مشري او د ریاست د مرستیالانو او د پوهنځيو د رییسانو په ګډون د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس د ناستې په پیل کې د جلسې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې وویل، چې د پوهنتون د چټکو درسونو وروستۍ اونۍ ده او هیله یې وښوده، چې د سمسټر پای ازموینو ته پوره تیاري نیول شوې ده. بابري زیاته کړه، چې د نجونو او هلکانو په لیلیه کې شته ستونزې حل شوي دي او همدارنګه د دې پوهنتون د پراختیا ماسټر پلان هم اماده شوی او د تکمیل په حال کې دی، چې دا د پوهنتون راتلونکې لپاره یو ښه لرلید دی.

له اجنډا سره سم د پوهنتون علمي شورا کې همدارنګه د کابل پوهنتون د ملاتړو او فارغانو ټولنې طرحې او د هغې اساسنامه، د متقاعدو استادانو له علمي او اکاډمیک طرفیت څخه ګټه اخیستنه، د کابل پوهنتون په تحصیلي نصاب کې د کارموندنې زده کړې طرحې شاملول، د لسانس څخه پورته برنامو دوه موضوع ګانې، د محصلینو ستونزو اړوند لس موضوع ګانې، د استادانو د ګمارنې پنځلس موضوع ګانې، د استادانو د منفکي درې موضوع ګانې، د استادانو د علمي ترفیعاتو اړوند نهه موضوع ګانې، د استادانو د علمي رتبو د تثبیت درې موضع ګانې او اته متفرقه موضوع ګانو باندې د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعمل په رڼا کې هر اړخیز بحث وشو او په هرې يوې باندې د رایو په اکثریت تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۳:۲۸
Background image

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د دې پوهنځي د متقاعدو استادانو له کړنو او خدمتونو څخه یادونه وکړه

د روان کال د غوايي په ۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د یوې غونډې په لړ کې د دې پوهنځي د متقاعدو استادانو له خدمتونو او کړنو څخه په داسې حال کې، چې د کابل. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۱:۵۰
Background image

کابل پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو څلورویشتو تنو استادانو د "SPSS سافټویر په کارولو سره د شمېرو پیژندنه او شننه" ورکشاپ کې ګډون وکړ

کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څلورویشتو استادانو « د SPSS سافټویر څخه په ګټه اخیستنه د شمېرو پېژندنه او شننه» ورکشاپ، چې د کابل پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري جوړ شوی وو د روان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کابل پوهنتون د لړم دولسمې تروریستي برید په هکله د قران کریم ختم او د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د زده کړې لګښت مرستو په هکله ناسته جوړه شوه

د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د قران کریم ختم او د تېر کال د لړم دولسمې تروریستي برید ۲۲ ټپیانو او شهیدانو کورنیو ته د زده کړې لګښت مرستې د FHI 360 موسسې له لوري د کابل پوهنتون د رهبري. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه