د کابل پوهنتون رییس د کابل پوهنتون د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي پوهنځي د اکاډمیک او اداري وضعیت پر ښه والي تاکید وکړ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۷:۳۷
ku

د کابل پوهنتون رییس د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي پوهنځي له سرپرست مسوولینو او استادانو سره په لیدنه کې په داسې حال کې، چې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي او د محصلینو چارو مرستیال هم شتون درلود، د دې پوهنځي د درسي وضعیت او اداري کارونو په ښه والي تاکید وکړ. پدې لیدنه کې، چې د روان کال د وري په ۷ نېټه د شنبې په ورځ ترسره شوه، د کابل پوهنتون رهبري د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي پوهنځي د چټکو، رڼو او روښانه اقداماتو غوښتونکی شو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري وویل: په کابل پوهنتون کې د شته معیارونو پر بنسټ د معلومات او مخابراتي ټکنالوژي پوهنځي درسي وضعیت او کاري بهیر د منلو وړ ندی او د دې پوهنځي د محصلینو شکایتونو ته په کتو پدې پوهنځي کې زیاتې ستونزې او نیمګړتیا شتون لري، دا ستونزې او نیمګړتیاوې باید ژر تر ژره په جدي توګه حل او ختمې شي. دکتور بابري زیاته کړه، چې د کابل پوهنتون د بدلون پلان ته په کتو د راپور ورکوونې، کاري پلان تهیه او ترتیب کړي او همدارنګه د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي د ډیپارټمنټونو ناستې په سم ډول او په ټاکلي وخت تر سره تر څو پدې پوهنځي کې کاري خلاوې له منځه لاړې شي. د کابل پوهنتون رییس د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي مسوولینو ته وعده ورکړه، چې دی د هغو ترڅنګ دی او هر وخت، چې اړتیا پېښه شي له دوی سره په هره برخه کې د ستونزو په حل کې ملاتړ کوي. وروسته د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي مسوولینو د کابل پوهنتون رییس له لارښوونو څخه مننه وکړه او وعده یې وکړه، چې د پوهنتون د رهبري هئیت د لارښوونو په رڼا کې د یاد پوهنځي د ستونزو د حل په موخه به په ټول توان سره کار کوي.

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي پوهنځي سرپرست پوهنیار احمد نجیم نورزاد وویل، چې د دې پوهنځي د درسي او اداري وضعیت په ښه والي کې یې یوه اندازه کړنې تر سره کړي دي، ولې  بسنه نکوي او دوی باید د کارونو د ښه والي په برخه کې تر پخوا زیات کار وکړي تر څو پدې پوهنځي کې وضعیت معیاري او د منلو وړ شي. په پای کې د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي سرپرست تاکید وکړ، چې د دې پوهنځي رهبري کاري تعهد لري او دا د قانون او د افغانستان د اسلامي دولت پر وړاندې او همدارنګه د هیواد د سبا نسل د ښوونې او روزنې پر وړاندې خپل مسوولیت ګڼي.

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي پوهنځي تر دې وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت تر مدیریت لاندې خپل فعالیت تر سره کاوه، ولې تېر کال د لوړو زده کړو وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د هوکړې او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ دا انسټیټوټ  کابل پوهنتون ته ورکړل شو او د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي پوهنځي ته یې ارتقا وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

په Research4Life نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنتون غړیتوب

په Research4Life معتبر او نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنتون غړیتوب په رسمي توګه تایید او فعال شوی دی. دغه غړیتوب د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو ته د دې زمینه برابروي چې د نړۍ د علمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: