د کابل پوهنتون د فارمسي په پوهنځي کې د درملو کیفیت د ارزونې لپاره د کوچني لابراتوارونو تر نامه لاندې ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۷:۳۰
ku

د درملو د کیفیت د ارزونې لپاره د کوچنیو لابراتوارونو ښوونیز ورکشاپ د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او پارټیسپ (Particip) موسسې، د روغتیا وزارت او د خوړو او درملو ادارې له لوري د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د ناستو په تالار کې جوړ شو.

دا ورکشاپ د لسو ورځو لپاره د کابل پوهنتون د رییس، د فارمسي پوهنځي رییس او استادانو، د روغتیا وزارت او د خوړو او درملو ادارې استازو او ۲۴ فارمسیستو څېړونکو په ګډون د افغانستان د درملو د څارنې او ارزونې د څرنګوالي زده کړې په موخه جوړ شوی دی او په پام کې ده ښوونیزې دورې وروسته د درملو د ارزونې عملي او لابراتواري کار، چې د ټول هیواد له ۲۴۰۰ په شاوخوا کې درملتونونو څخه راټولې شوي دي، د هیواد د درملو د کیفیت د غوره والي سره د مرستې او ارزونې په موخه د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي په لابراتوارونو کې پیل شي.

اساسي او باکیفته درملو ته لاسرسی د هیواد د روغتیا په برخه کې لویو ننګونو له ډلې څخه شمېرل کیږي ولې تر اوسه پورې په کور دننه د درملو تولید د دې ستونزو په له منځه وړلو کې ډېره کمه ونډه اخیستې او زیاته برخه یې له بهرنیو هیوادونو څخه واردیږي. همدارنګه اړتیا ده تر څو د روغتیا وزارت د وارداتي درملو له کیفیت څخه ډاډ تر لاسه کړي، چې پدې توګه د پارتیسپ موسسې د هالنډ هیواد د استوایي سلطنتي انسټیټوټ (KIT) او د روغتیا وزارت او کابل پوهنتون په همکاري د درملو د کیفیت ارزونې خدمتونه (Drug Quality Assessment) یې د روغتیا پروژې په نوم تر سره کړي.

دا ورکشاپ د درملو د کیفیت ارزونې په موخه، د هیواد عامه او خصوصي سکتور د درملو کیفیت د ښه والي سره د مرستې « د هیواد روغتیا وزارت ته د دولتي او خصوصي سکتور په برخه کې د اساسي درملو د کیفیت په هکله د دقیقو معلوماتو ورکړه» ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
Background image

د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: