د کابل پوهنتون د پالیسي څېړلو ملي مرکز کې د افغانانو ترمنځ د سولې روانو خبرو په اړه بحث او د خبرو اترو ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۹:۴۴
ku

د افغانانو ترمنځ د سولې روانو خبرو په اړه بحث او د خبرو اترو ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي غړي دکتور محمد امین احمدي، د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند شفیع شریفي، په افغانستان کې د کاس بنسټ د دفتر ډایرکټرې مېرمن دکتور الینور زینو او د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو او  استادانو او د یو شمېر مدني بنسټونو په ګډون جوړه شوې وه.  

دکتور محمد امین احمدي، پوهاند شفیع شریفي، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف‌الدین سیحون، په افغانستان کې د کاس دفتر ډایرکټرې دکتور الینوز زینو او د کابل پوهنتون یوې محصلې مېرمن روینا بخشي پدې ناسته کې، چې د روان کال د کب په ۱۵ نېټه د کابل پوهنتون د پالیسي څېړنې ملي مرکز (NCPR) کې جوړه شوې وه خبرې وکړې.

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پدې ناسته کې خبرې وکړې او په پیل کې یې د دې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سولې د بهیر په کامیابېدو کې یې د دولت، د دولتي بنسټونو، په ځانګړې توګه د هیواد اکاډمیک بنسټونه په ځانګړې توګه روڼ اندو په رول باندې خبرې وکړې او د سولې په دې خبرو کې یې د ټولنې په مختلفو قشرونو د ځای په پیاوړتیا تاکید وکړ.

د ا. ا. جمهوریت د سولې مرکچې پلاوي غړي دکتور محمد امین احمدي پدې ناسته کې د هیواد د مختلفو ټولنیزو قشرونو او ډلو په ځانګړې توګه د پوهنتونونو زده کړیالانو، استادانو، ښځو او ځوانانو رول د دې بهیر په بریالیتوب کې اغېزمن وباله او د افغانستان په جګړه کې د کورنیو او بهرنیو ښکېلو لورو د اصلي غوښتنو د پېژندنې لپاره د دولت هڅو باندې تاکید وکړ. ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې اوس د ټولنیزو مختلفو قشرینو په منځ کې د جمهوریت په محور باندې بې ساري همغږي شکل نیولای دی او اړتیا ده د دې ډلو په داخلي همغږي او د سولې په خبرو کې د دوی د برحقه غوښتنو په انعکاس سره دا بهیر پیاوړی او د جمهوري هئیت ملاتړ وشي. دکتور احمدي د سولې خبرو په بهیر کې د برحقه حق له ډلې دوه عامله د دې هئیت مالکیت او داخلي همغږي د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي هئیت له ځانګړنو څخه وبللې.

دکتور احمدي په پای کې زیاته کړه، چې په کور د ننه اړتیا ده تر څو د عیني واقعیتونو پر بنسټ د جګړې او سولې پر بنسټ افغان دولت برحقه روایت مستند کړي او ټولنې ته پوهاوی ورکړي تر څو ټول وپوهیږي، چې کوم لوری د برحقه طرفونو څخه ده او د خلکو ملاتړ له ځان سره لري.

استاد سیحون د دې ناستې بل ویناوال د افغانستان سوله یې د سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او په ځانګړي توګه پيچلو اقتصادي بعدونو درلودونکي وبلله، زیاته یې کړه که افغان حکومت وکولای شي د هیواد په داخلي بنسټونو او ډلو کې همغږي رامنځته کړي پدې بهیر کې به له موقف څخه برخمن شي.

دا ناسته د افغانستان د اقتصادي پراختیا مطالعاتو موسسې (ESSO) سره په همغږي او د کابل پوهنتون د پالیسي څېړلو ملي مرکز په همکاري د دې بنسټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۸
Background image

په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري «په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

په ورکشاپ کې د کابل ولایت د عل.ماوو د شورا غړو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۷۵ څانګو څخه ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول. د فراغت په غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو پوهنتونونو مشرتابه، دیني عالمانو، استادانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

" اوبه د اقلیمي عمل لپاره" تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې "اوبه د اقليمي علمي لپاره" تر عنوان لاندې يو ورځنی څېړني کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د پوهنتون د اړوندو څانګو د استادانو لخوا لس علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: