کابل پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو څلورویشتو تنو استادانو د "SPSS سافټویر په کارولو سره د شمېرو پیژندنه او شننه" ورکشاپ کې ګډون وکړ

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۱:۵۰
ku

کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څلورویشتو استادانو « د SPSS سافټویر څخه په ګټه اخیستنه د شمېرو پېژندنه او شننه» ورکشاپ، چې د کابل پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري جوړ شوی وو د روان کال د غوايي میاشتې په ۲ نېټه ګډون او د کابل پوهنتون د رییس او علمي مرستیال په ګډون باور لیکونهتر لاسه کړل.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې ورکشاپ ګډون کوونکو ته د باورلیکونو د ورکړې پرمهال، د کابل پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، چې په کابل پوهنتون کې د داسې برنامو جوړول یو نیک او عالي کار او مثبت قدم دی او په کابل پوهنتون کې به د علمي او اکاډمیک بدلون سبب شي. پوهاند بابري هیله وښوده، چې د کابل پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز په یو جدي څېړنیز مرکز بدل شي او د هیواد تحصیلي نظام کیفیت د ښه والي لپاره بنسټیز کارونه ترسره کړي. د کابل پوهنتون رییس وویل، چې د دې مرکز زده کړه ییز نصاب باید جوړ شي او په کومو برخو کې، چې زیاته اړتیا احساسیږي د نصاب مطابق، برنامې او علمي او څېړنیزو ورکشاپونو جوړ شي او دا به په پوهنتون کې د درسي او تحصیلي کیفیت د غوړېدا سبب شي.

په ورته مهال د وترنري پوهنځي استاد او د کابل پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز آمر پوهنوال فرید احمد طنین وایې، چې په مختلفو برخو کې د دې ډول برنامو او ورکشاپونو جوړول به د دې مرکز له لوري دوام ومومي. د ښاغلي طنین په وینا پوهاوی او معیاري څېړنې ته لاسرسی، په نړۍ والو ژورنالونو کې د علمي مقالو خپرول د هیواد په تحصیلي نظام کې له یوې جدي ننګونې څخه ده او پدې برخه کې د زده کړه ییزو ورکشاپونو جوړول به ګټور وي. « د SPSS سافټویر څخه په ګټه اخیستنه د شمېرو پېژندنه او شننه» د کابل پوهنتون د مختلفو پوهنځیو څلور ویشتو استادانو لپاره د درې ورځو په موخه د څېړنې میتود، په نړۍ والو ژورنالونو کې د مقالو خپرېدل د تدریس میتود د ښه والي په موخه جوړ شوی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: