چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت علمي بحث ترسره شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۴۶
65489

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو د معاونیت او ځمکپوهنې پوهنځي په ګډې همکارۍ سره، د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت علمي بحث ترسره شو.

د علمي څېړنو مرستيال دوکتور حامد سالاري په خپلو خبرو کې د اقلیمي بدلون په تړاو وویل چې وروستیو بدلونونو د هېواد کرنیزې برخې ته خورا زیان اړولی، نوموړی زياته کړه، چې کابل پوهنتون به په دې برخه کې خپلو علمي څېړنو ته دوام ورکوي ترڅو مسلکي حللارې ومومي.

همدارنګه په افغانستان کې د (رها) موسسې استازي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د اقلیمي بدلون په پایله کې د تخریب شویو سیمو او وروستیوو زیانونو په تړاو په افغانستان کې کار کوو، او هدف مو عامه پوهاوی دی.

تر ويناوو وروسته د موضوع په تړاو هر اړخیز علمي بحث وشو او ګډونوالو په دې برخه کې د ظرفیتونو پر لوړولو، د علمي څېړنو پر دوام او پياوړتيا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: