په کابل پوهنتون کې د ۱۴۰۲ کال کانکور آزموینې غوره محصلین وستایل شول

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۶:۳۶
315

د لوړو زده کړو وزارت په کابل پوهنتون کې د غونډې په ترڅ کې د روان کال وږي میاشتې په ۲۱ نېټه د ۱۴۰۲ هـ ش کال کانکور آزموینې غوره محصلین د په ډالۍ او ستاینلیکونو وستایل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي شیخ مولوی ندا محمد ندیم، په یاده غونډه کې د خبرو په لړ کې د کانکور په آزموینه کې د غوره محصلینو د هڅو او کوښښونو ستاینه وکړه او هغه یې الهي لوی نعمت یاد کړ. نوموړي له دوی څخه وغوښتل چې د علم او پوهې په ډګر کې خپلو هڅو او کوښښونو ته دوام و رکړي ترڅو په راتلونکي کې ډیرې بریاوې ترلاسه کړي او په دې برخه کې دلوړو زده کړو وزارت مسؤلین په پوره توان ددوی په خدمت کې دي.

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مفتي طاهر احمد په خپلو خبرو کې له ځوانانو و غوښتل ترڅو د تحصیل اصلي موخه ددین او هېواد خدمت وګرځوي.

همدارنګه د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي صبغت الله وصیل لسو غوره مقام ګټونکو ځوانانو ته مبارکي ورکړه او د علم په ډګر کې د هغوی ځلېدل وستایل.

بل خوا د مسلکي او تخنیکي ادارې رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په یاده غونډه کې د قلم ارزښت او مقام په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ځوانان د قلم او فکر پوسیله د افغانستان غوره خلک ګڼل شوي چې دا ددوی او کورنۍ لپاره یې د ویاړ او کامیابۍ ځای دی.

د ۱۴۰۲ هـ ش کال کانکور آزموینې عمومي اول نمره محمود د لوړو زده کړو وزارت لخوا د یادې غونډې له جوړولو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې ددوی لپاره له هېواده بهر د تحصیلي بورسونو زمینه برابره کړي. نوموړي له کورنیو وغوښتل چې په خپلو اولادونو باندې زده کړې وکړي ترڅو د هېواد راتلونکي روښانه او ځلانده شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د وترنرۍ علومو ډاکټرانو د کلینکي او علمي مهارتونو د لوړاوي علمي کنفرانس ترسره شو

د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي له لوري د کابل او څو ولایتونو د وترنرۍ علومو ډاکټرانو لپاره د «کلینکي او علمي مهارتونو لوړول» تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس ترسره شو، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره او پر لیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي، چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د (۲۰۲۵) م کال د درېیمې دورې، څلورمه ګڼه یې خپره او پر لیکه کړه.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۷
Background image

د کرنیزو څېړنو د "تجربوي ډیزاین" ورکشاپ ترسره شو

د کرنیزو څېړنو د تجربوي ډیزاین تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د مسلکي ټرینرانو له لوري ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې د کرنیزو څېړنو پېژندنه، د بنسټیزو او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: