په کابل پوهنتون کې د ښځو نړۍ والې ورځې څخه نمانځنه وشوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۱۷:۲۰
نغ

د روان ۱۳۹۹ د کب په ۱۹ نېټه د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو، د پوهنتون د پوهنځیو رییسانو او یو شمېر ښځینه استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د پوهنتون د علمي شورا په تالار کې د ښځو نړۍ والې ورځې (مارچ۸) څخه نمانځنه وشوه.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې برنامه کې حاضرو او د هیواد ټولو ښځو ته د ښځو د نړۍ والې ورځې (۸مارچ) د مبارکي ترڅنګ یې د ښځو ورځې څخه نمانځنه د هیواد د اساسي قانون او ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی وباله. پوهاند بابري کابل پوهنتون یې د ښځو او نجونو د رشد مرکز یاد کړ او په برنامه کې یې حاضرو ښځو ته په خطاب کې وویل: ستاسو په څېر روڼ اندي د مېرمنو ودې بهیر اصلي رهبرانې دي، چې څوک کولای شي د پوهې او پوهاوي د رامنځته کولو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي. ښاغلي بابري تاکید وکړ، چې پوهنتونو باید د زده کړې لپاره خوندي ځای او په هغه کې چلندي لایحې د ملي ارزښتونو پر بنسټ ولاړې وي. زمونږ خویندې، چې دې ځای ته د زده کړې، لوست او فعالیت لپاره راغلي دي باید خوندي وي. پوهاند بابري زیاته کړه، چې د نننۍ غونډې اصلي موخه په کابل پوهنتون کې د ښځو شتون ته درناوی او مساوي تفکر د اجماع پیاوړتیا او د دې برنامې جوړول د دې اجماع په پیاوړي کولو کې ګټوره وبلله.

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین ګډونوالو ته د دې ورځې د مبارکي ترڅنګ وویل: د کابل پوهنتون د رهبري په کچه او د لسانس او ماسټري په کچه ژور بدلونونه رامنځته شوي، چې د ښځو د ګډون ښوونه کوي او دا ملګرتیا هیلې رامنځته او د کورني بنسټ او د مېرمنو اقتصادي، کلتوري او سیاسي وضعیت پیاوړی کوي.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي رییسې پوهنوال جاوېدې احمدي او استاد دکتور اجمل ښکلی د دې غونډې نور ویناوال وو، چې هر یوه د ښځو د نړۍ والې ورځې، په افغانستان کې د ښځو د رول او فعالیت په تاریخچه، د ښځو د ځای د لوړولو حل لارې او په هیواد کې د جنسیتي عدالت او برابري په تامین خبرې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: