په کابل پوهنتون کې د پرمختللې علمي رهبرۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

په کابل پوهنتون کې د روان کال سلواغې په ۱۳ نیټه پنجشنبې په ورځ پر مختللې علمي رهبرۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.
د نوموړي ورکشاپ پای ته رسیدو غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او ورسره علمي مرستیال ښاغلي پوهاند شریفي ګډون کړی وو.
په یاد ورکشاپ کې د کابل پوهنتون پوهنځیو رئیسانو ته د رهبرۍ ، د تضمین کیفیت، د پوهنتونونو درجه بندي (Ranking)، ستراتیژیک پلان، د بحران مدیریت او د علمي رهبرۍ نورو برخو کې د مسلکي ترینرانو لخوا زده کړه ورکړل شوه.
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د یاد ورکشاپ د ارزښت او اړتیا په اړه خبرې وکړې، د هغه په عملي کولو او د څانګو آمرینو، استادانو ته یې د یادو زده کړو د انتقال غوښتنه وکړه، ددې ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې، د ورکشاپ ګډونوالو نظرونو او وړاندیزونو په عملي کولو کې به پوره هڅې وکړي.
د پوهنځیو رئیسانو چې په یاد ورکشاپ کې یې ګډون کړی وو، ورکشاپ یې اغېزمن او خورا ګټور یاد کړ، ژمنه یې وکړه چې، هغوی به یې د څانګو له آمرینو، استادانو سره شریک کړي، ترڅو هغوی هم په یادو معلوماتو او مسایلو پوه شي.
یاد ورکشاپ د پوهنتون د استادانو مسلکي ودې آمریت (PDC) له خوا د روان کال سلواغې میاشتې په ۱۰مه نیټه دایر شوی وو او څلو ر ورځې یې دوام وکړ.