په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو
د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.
په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو پروګرام تازه پیل شوی او په پام کې ده، په راتلونکو ورځو کې د چاپیریال ساتنې او د پوهنتون د چاپیریال زرغونتیا په موخه زیات شمېر اصلي نیالګي د ناجو په شمول د پوهنتون په ځینو ساحو کې د مسؤلینو لخوا کېنول شي.
په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین کې د پوهنتون مسؤلینو، محصلینو، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسؤلینو او د همکاره موسساتو استازو برخه اخیستې وه.