په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس دویمې ورځ لومړۍ برخه کې ګډونوالو ته ۶ علمي مقالې وړاندې شوې

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۴:۳۰
369

د یاد ملي کنفرانس په دوهمه ورځ د استادانو  له مقالو وړاندې کیدو وروسته ګډونوالو د مقالو په اړه دپوښتنو په ځیر بحثونه  وکړل.

هغه علمي او څړنیزې مقالې چې دویمې ورځ په لومړۍ برخه کې وړاندې شوې په لاندې ډول دي:

۱ــ د ننګرهار پوهنتون استاد ښاغلی پوهنمل حکیم خان حقیار

دعلمي مقالې سرلیک: (د افغانستان په لوړو زده کړو کې د څېړنې اهمیت او تقویت لارې چارې )

۲ــ دکابل پوهنتون استاد ښاغلی دکتور سید حسن عدلیار

دعلمي مقالې سرلیک: (په لوړو زده کړو کې د الکترونیکي زده کړو ستراتیژیک پلان پراختیا چوکاټ )

۳ــ دکابل پوهنتون استاد ښاغلی دکتور اسدالله صمدی

دعلمي مقالې سرلیک: (د لوړو زده کړو بنسټونو په پرمځتګ کې د سازمان رول او څیړنه)

۴ــ دکابل پوهنتون فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنوال محمدآقا ژکفر

دعلمي مقالې سرلیک: ( دفارمسي پوهنځي څانګو تحصیلي نصاب پراختیا کې د فارم دی رول ته کتنه )

۵ــ دکنړ سیدجمال الدین افغان پوهنتون استاد ښاغلی خان محمد خدرخیل

دعلمي مقالې سرلیک: (دیني ضوابطو او د ټولنې اړتیاو ته په پام تحصيلي نصاب )

۶ـــ دکابل پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی دکتور سید ابراهیم فرخاری

دعلمي مقالې سرلیک:( په لوړو زده کړو کې د څیړنې اخلاق او دهغه د مرعاتولو  ارزښت )

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۴۶
Background image

محصلینو ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي سيمينار دائر شو

د کابل پوهنتون محصلانو چارو انسجام آمریت اړوند د رواني مشاورې مرکز له لوري د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د نشه یي توکو څخه د ژغورنې او زیانونو اړوند یو ورځنی سيمينار دائر شو، او په علمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۴۱
Background image

د مهندسۍ ډيپارټمنټ محصلینو خپلې طراحي شوې پروژې وړاندې کړې

د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي د مهندسۍ ډيپارټمنټ محصلینو د يوې غونډې په ترڅ کې خپلې طراحي کړې پروژې ګډونوالو ته وړاندې کړې. په دې غونده کې د کابل پوهنتون رهبرۍ، استادانو او محصلینو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۲۳
Background image

د ریاضياتو پوهنځي د محصلینو لپاره مجهز کمپیوټر لب ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل پوهنتون د ریاضياتو پوهنځي محصلینو ته د اړينو آسانتياوو د ايجاد په لړ کې، په نوې ټکنالوژۍ سمبال د پنځوسو په شاوخوا کې کمپیوټرونو درلودونکی مجهز کمپیوټر لب جوړ او  ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه