په کابل پوهنتون کې د "تعلیم الاسلام" ترسره شوې سیالۍ پايله د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د مرکزي پوهنتونونو د رهبرۍ په حضور کې اعلان شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۱۴
325986

د هېواد مرکزي پوهنتونونو په کچه د تعلیم الاسلام رقابتي سیالۍ د نتایجو اعلان غونډې جوړو شویو مراسمو کې  د لوړو زده کړو وزارت رهبري، د چارو ادارې لوی رئیس شيخ انورالحق انور، د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.

د لوړو زړه کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپلو خبرو کې د يادې سیالۍ په لاره اچول مهم یاد کړل او ټینګار یې وکړ، چې ځوان نسل دې د پيغمر ﷺ له سیرت، ژوند او اخلاقو سره لا ډېره بلدتیا پیدا کړي، دوی ډاډ څرګند چې د محصلینو عصري زده کړو ترڅنګ به د دیني پوهاوي لوړونې په برخه کې د ظرفیت لوړونې ورته نورې برنامې هم پر لاره اچوي.

دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس شيخ انورالحق انور او د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ رئیس قاضي کلیم الله محمدي د خپلو ویناوو په ترڅ کې محصلین خپلو اساسي مسوولیتونو ته وهڅول.

د محصلینو په استازیتوب څو تنو په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه په دې برخه کې مننه وکړه.

په پای کې د یادې سیالۍ پنځوس تنه ممتاز محصلین د جوایزو په ورکړې سره وستایل شول، چې د لومړي مقام ګټوونکی به د حرمینو شریفینو ته د عمري ادا کولو په موخه واستول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

د ټولنیزو علومو اړوند تاریخ څانګې محصلینو غزني ولایت ته علمي سیر ترسره کړ

د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې د تاریخ څانګې محصلینو تېره ورځ غزني ولایت ته علمي سیر ترسره کړ، چې په دې علمي سیر کې د لرغونپېژندنې څانګې د ماسټري دورې استادانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۹:۵۳
Background image

د اقتصاد پوهنځي او واخان انسټیټيوټ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي او واخان د مدیریت انسټیټيوټ ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري د افغانستان د اقتصادي ستونزو او پایښت لرونکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د فوټبال خزاني ټورنمنټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل پوهنتون سپورټ آمریت له لوري د فوټبال خزاني ټورنمنټ سیالۍ چې د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د دوه ویشتو پوهنځیو ترمنځ پر لاره اچول شوې وې، نن پای ته ورسېدې.

د یادې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه