په کابل پوهنتون کې د تضمین کیفیت د نویو چک لېستونو او د اعتبار ورکولو سند ساتلو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
د تضمین کیفیت د نویو چک لېستونو او د اعتبار ورکولو سند ساتلو په اړه روزنیز ورکشاپ چې د روان کال مرغومي میاشتې په ۵ مه نېټه پیل وو، د مرغومي په ۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
پدغه ورکشاپ کې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، دیپارتمنتونو آمرینو، د پوهنځیو د تضمین کیفیت کمېټو مسئولینو او همدارنګه د پوهنتون اداري څانګو آمرینو ګډون کړی وو.
ددغه ورکشاپ موخه د تضمین کیفیت د نویو چک لېستونو او د اعتبار ورکولو سند ساتنې د جزئیاتو په اړه د ګډونوالو بلدتیا او ظرفیت لوړول دي.
د روکشاپ د پای په مراسمو کې د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د تضمین کیفیت او د اعتبار ورکولو سند ساتل د پوهنتون لپاره یو تلپاتې او مهم کار وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې یاد ورکشاپ د ګډونوالو لپاره ښه او اغېزمن تمام شوی وي.
یاد ورکشاپ د کابل پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت او د استادانو د مسلکي ودې آمریت (PDC) لخوا دائر شوی وو.