په کابل پوهنتون کې د ادبی دیسکورس پروګرام پیل شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۶:۳۲
354

نوموړی پروګرام په کابل پوهنتون کې د ملي رادیو تلویزون په مرسته د هېواد علمي او ټولنیز مسائلو په اړه د بحث او نظرونو تبادلې په موخه پیل شو.نوموړی پروګرام د ملي راډیو ټلوېزون لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د یاد پروګرام پرانیستې مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیالانو، د ملي رادیو ټلوېزون رئیس، د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس او د کابل پوهنتون رئیس برخه اخیستې وه.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت خپرونو مرسیتال ښاغلي مولوي مهاجر فراهي د یاد پروګرام له پیلولو څخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د کابل پوهنتون نوښت وباله او هیله یې وښووده؛ چې یاد پروګرام به دوام ومومي؛ تر څو د پوهنتون استادانو ته  په ټولنه کې د مهمو علمي او فرهنګي مسایلو په اړه نظرونو د تبادلې زمینه برابره شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځوانانو مرستیال ښاغلي قاري محمدیونس راشد په اسلام کې د ادب اغېز او ارزښت په اړه خبرې وکړې او د یاد پروګرام پیل یې غوره ګام یاد کړ.

همدارنګه ملي راډیو ټلوېزون رئیس ښاغلي قاري یوسف احمدي پخپلو خبرو کې د یاد پروګرام ددوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه؛ چې ملي رادیو تلوېزون د ملي بنسټ په توګه د استادانو او محصلینو په خدمت کې دی او دهغوی نظریې به تر خلکو رسوي.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز هم ملي رادیو تلویزون لخوا د یاد پروګرام پیلولو څخه د خوښۍ ترڅنګ له هغوی څخه مننه وکړه او له محصلینو یې وغوښتل؛ چې په یاد پروګرام کې فعاله ونډه او غوره استفاده وکړي.

د دیسکورس په لومړي پروګرام کې چې په کابل پوهنتون کې ترسره شو؛ د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي دوه تنه استادانو هریو: ښاغلي پوهنوال دکتور اجمل ښکلی او ښاغلي پوهنمل محب الله ترابي د پښتو ژبې او ادبیاتو په اړه بحث وکړ او په آخر کې یې د محصلینو او ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۶:۴۲
Background image

خبرتیا!

د کابل پوهنتون کافه تریا د پوهنتون په داخل کې تازه فعالیت پیل کړی دی، په دې کافه تریا کې د خوراک او څښاک توکو ترڅنګ  د وچې ډوډۍ خبازي او همدارنګه د استادانو او محصلینو درسي موادو کاپۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې پوهنځی محصلینو نورستان ولایت ته علمي او څیړنیز سفر ترسره کړ

د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي طبعي سرچینو او ځنګلونو څانګو محصلین د ځنګلاتو څانګې اړوند زیاتومسلکي موضوعاتو او مطالبو د زده کولو په موخه له خپلو استادانو سره نورستان ولایت ته سفر وکړ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۶:۱۳
Background image

د کابل پوهنتون بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه

د کابل پوهنتون فوټبال سیالیو وروستی پړاو پای ته ورسېد. نوموړی پړاو چې دروان کال تلې میاشتې په لومړۍ د شنبې په ورځ د ورزشي چارو آمر، استادانو او محصلینو په شتون کې ترسره شوه، د بهرنیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم