په کابل پوهنتون کې اداري کارکوونکو لپاره یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو
یاد اصلاحي سمینار د روان کال زمري میاشتې په ۱۱مه نېټه چهارشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت لخوا ترسره شو، چې د لوړو زده کړو وزارت، کابل پوهنتون او عبدالله بن مسعود(رض) جامعې کارکوونکو پکې ګډون کړی وو.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداء محمد ندیم چې په یاد سمینار کې د عباداتو ترسره کول، له اوسني نظام څخه ملاتړ، د بیت المال له اجناسو څخه ساتنه، د اداري مراتبو مرعاتول، له اختلافاتو څخه ډډه کول، له مراجعینو سره نیکه رویه او نورو مواردو په اړه یې ګډونوالو ته خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو د یادو نقاطو په پلي کولو کې پوره هڅې وکړي.
نوموړي همدارنګه وغوښتل، چې د کارکوونکو ترمنځ د ورورګلوۍ، باور فضا رامنځ ته کړي او اداري چارې په پوره روڼتیا او ریښتینولۍ ترسره کړي.