په کابل پوهنتون کې «د بنسټي پرمختیا او چاپېر ساتنې مدیریت» علمي کانفرنس جوړ شو.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۶ - ۱۰:۲۸
jjjjj

د سلواغې پر پنځمه د سه شنبې پر ورځ جوړ شو. په دې کانفرنس کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کابل پوهنتون رهبرۍ او استادانو، څېړونکیو، محصلینو، رسنیو د یو شمېر اړوندو بنسټونو استازیو ګډون وکړ.

په کانفرنس کې د موضوع اړوند ویناوې او د کابل پوهنتون د استادانو له خوا اووه ځېړنیزې مقالې وړاندې او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. په دې علمی کانفرنس کې د استادانو او څېړونکیو لخوا د چاپېر پر ارزښت، د چاپېر اړوند پېښو او ترې راولړو شویو خطرونو، په هېواد د اوبو او سیلبونو پر مدیریت او د هغې پر ارزښت، په انکشاف کې د بندونو پر ونډه، د جامدو کثافانو پر پاکونې او مدیریت، د کابل ښار پر هوا، د افغانستان د اوبحوزې پر اقلیمي بدلنه، په هېواد کې د اوبو پر بې درېغه لګښت او د مدیریت پر لرو چارو یې، د ښاري ګندګیو پر مدیریت، له ککړتیا څخه د هوا او چاپېر د ساتنې په موخه د نقلیه وسایلو د تنظیم پر اغېزو او... خبرې وشوې.

د کانفرنس له ویناوالو د لوړو زده کړو وزارت علمی معین ښاغلي ډاکتر لطف ا خیرخواه او د کابل پوهنتون رییس ښاغلي ډاکتر اسامه عزیز د قرآن عظیم الشان او نبوي مبارکو احادیثو په رڼا کې د چاپېر پر ارزښت او ساتنه او به دې برخه کې د څېړنې، پوهونې او د اړوند مسالو په زده کړه کې د انسانانو؛ په تېره د علمي بنسټونو، څېړونکیو او روڼ اندو پر ونډه ټینګار وکړ. نوموړیو د دې علمی کانفرنس د جوړېدا له امله خوښي وښوده او علمي بنسټونو له خوا یې د داسې او دېته ورته نورو علمي غونډو، څېړنو او بحثونو په جوړېدا ټینګار وکړ.

دا کانفرنس د کابل پوهنتون د چاپېر ساتنې پوهنځي د رهبري چي په رأس کي يې ښاغلی پوهندوی داود شېرزاد قرار لري او همدا شان د يادي پوهنځۍ استادانو او د اغاخان بنسټ په هڅو او همکارۍ جوړ شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

"شيدې له تولیده تر مصرفه" کنفرانس دائر شو

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د شیدو له تولیده تر مصرفه، کیفیت لوړول، خوندیتوب او ټکنالوژۍ اړوند علمي کنفرانس دائر شو.

په دې کنفرانس کې د شېدو پر غذايي اهمیت، د تولید پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۴
Background image

محصلینو ته اصلاحي سمینار پيل شو

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې د ژمنۍ رخصتۍ څخه په استفادې د دې پوهنتون او د مرکزي او شمالي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو يو شمير محصلینو ته اصلاحي سيمينار پيل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د نورستان پوهنتون استادانو ته د ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د مسلکي ظرفيت لوړونې آمریت له لوري د نورستان پوهنتون څلوېښت تنو استادانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په یاد ورکشاپ کې به د څېړنې بنسټیز اصول. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: