په چینايي ژبه د مقالې لوستنې برنامه پیل شوه
دغه برنامه د کابل پوهنتون د چینايي دېپارتمنت آمریت او کنفوسيوس انسټیټوت لخوا د یاد انسټيټوټ د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت جوړه شوې وه، چې په کې د چینايي دېپارتمنت استادانو او محصلینو، د ننګرهار پوهنتون، معرفت چینايي ژبې، کابل پکن او شرق ښوونیزو مرکزونو استادانو حضور درلود.
د یادونې ده، چې په دې برنامه کې ١٥ تنو محصلینو خپلې مقالې وړاندې کړې او درېیو غوره کسانو ته يې جایزې ورکړل شوې.
د دې برنامې تنظیموونکو د یادې برنامې موخه د چينايې ژبې د زده کړې لپاره د محصلینو تشویق، د ګاونډي چین له فرهنګ سره بلدتیا او د هېوادونو تر منځ د اړیکو ټینګول یاد کړل.