په فارمسي پوهنځي کې د مالیکولي ډاکینګ څخه په ګټه اخیستنې د درملو کشفولو سمینار جوړ شو
د روان کال غبرګولي میاشتې په ۲۲نېټه د دوشنبې په ورځ په فارمسي پوهنځي کې د پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو په شتون کې د د مالیکولي ډاکینګ (Drug Discovery Using Molecular Docking)څخه په ګټه اخیستنې د درملو کشف سمینار جوړ شو.
د فارمسي پوهنخي فارمکولوژي ډیپارتمنت علمي غړي ښاغلي پوهنمل احمد تمیم غفاري په دې سمینار کې د
د مالیکولي ډاکینګ څخه په ګټه اخیستنې د درملو جوړښت او کشفولو په څرنګوالي پرزنتیشن وړاندې کړ چې د حاضرینو د پام وړ و ګرځېد.
دفارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفر په دې برخه کې نوموړی سمینار لومړی ګام یاد کړ چې په کابل پوهنتون کې وړاندې کیږي؛ د مالیکولي ډاکینګ څخه په ګټه اخیستنې د درملو کشفولو طریقو له ښه والي څخه د لګښت او وخت کموالی دی؛ چې باید ورته پام وشي.