په شرعي علومو کې د څېړنې او علمي مقالو لیکلو اصول سمینار پای ته ورسېد
نوموړی سمینار د څیړنو معاونیت لخوا د ۳ ورځو لپاره په کابل پوهنتون کې جوړ شوی وو، د روان کال وږي میاشتې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ استادانو ته د سر ټیفیکټ په وېشلو پای ته ورسېد.
یاد سمینار د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي دکتور اصحاب الله اواب لخوا وړاندې شو.
د سمینار په لومړۍ ورځ د علمي څېړنو په مرحلو، پرمختګونو، موخو، مفهوم او ارزښت خبرې وشوې، په دوهمه ورځ د علمي مقالو په ډولونو، د علمي مقالو په ځانګړتیاوو د علمي مقالې جوړښت او اجزاوو، د علمي خطونو پر مرحلو، او علمي مقالو د بېلګو په اړه نظرونه تبادله شول.
په درېیمه ورځ ګډونوالو د عملي کار په موخه د پوهنتون مرکزي کتابتون ته مراجعه وکړه او وروسته یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل او په راتلونکي کې دې ته ورته برنامو غوښتونکي شول.
د یادونې وړ ده، چې په دې سمینار کې د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي، پولتخیک، طبي علومو، ښوونې او روزنې پوهنتونو او عبدالله بن مسعود تخصصاتو جامعې استادانو برخه اخیستې وه.