لیدلوری، مأموریت او موخې

لیدلوری :

د فزیک پوهنځی داسې علمي بنسټ ته د بدلېدو اراده لري چې د نوښتګرو څېړنو، باکیفیته تدریس، او د فزیک د متخصصو کادرونو د روزنې له مخې په هېواد کې مخکښ رول ولري. دغه پوهنځی هڅه کوي چې د دوکتورا برنامې په فعالولو او د څېړنیز چاپېریال په پیاوړتیا سره د فزیک علم د ودي لپاره الهام‌بښونکی مرکز شي.

ماموریت :

فزیک پوهنځی ژمن ده چې د لیسانس او ماسترۍ برنامو له لارې معیاري زده‌کړې، معاصره څېړنه، او ټولنیز علمي خدمتونه وړاندې کړي. د بنسټیزو نظریاتو، عملي لابراتواري مهارتونو او نویو څېړنیزو طریقو په یوځای کولو سره، د محصلانو د علمي، څېړنیزو او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره به کار کوي.

موخې:

د فزیک پوهنځي دنده دا ده چې د کار بازار اړتیاوو ته په کتو، د با کیفیته تدریس، څېړنو او معاصرو ټکنالوژیکي میتودونو په مرسته متعهد، متخصص او مسلکي کادرونه وروزي. د اسلامي ارزښتونو او افغاني اکاډمیکي روحیې په رڼا کې د همغږي، خدمت او علمي صداقت دودول د دې دندې یوه بنسټیزه برخه ده.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: