لیدلوری، مأموریت او موخې

 لیدلوری

بیولوژي پوهنځی د تخصصي کادرونو د پوهې کچې لوړولو او د با کیفیته څېړنو پراختیا لپاره په پام کې لري چې د بیولوژي ماسټري هم په نږدې راتلونکي کې د دغه پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته کړي.

 مأموریت

بیولوژي پوهنځی اوسمهال د باکیفیته تدریس، څېړنې او د خدماتو په عرضې کولو سره د متخصصو کادرونو په روزنې او د لیسانس په کچه هېواد ته د وړاندې کولو په موخه بوخت دی.

 موخې

بیولوژي پوهنځی د باکیفیته تدریس، څېړنې او خدماتو عرضه کولو له لارې متخصص او تکړه کادرونه روزي او د ماسټرۍ پروګرام پیل هم د دې پوهنځي له بنسټیزو موخو څخه دي. د دې تر څنګ د استادانو د ظرفیت لوړوالی او د کارکوونکو د زده‌کړې د کچې په لوړولو سره  لاندې ټکي له خپلو بنسټیزو موخو څخه بولي:

۱. د خصوصي او دولتي ادارو لپاره د علمي کادرونو روزنه

۲. متخصصو کادرونو ته د څېړنیزو علمي مهارتونو زده‌کړه

۳. پوهنې، عامې روغتیا او د مخدره توکو ضد مبارزې وزارتونو ته د متخصصو کادرونو روزنه

۴. د عدلي طب پېښو مطالعې لپاره د متخصصو کادرونو روزنه

۵. په زولوژي او بوتاني څانګو کې د متخصصو کادرونو روزنه

۶. د زده‌کړیالانو او د کار بازار ته په کتو د با کیفیته تحصیلي خدمتونو برابرول

۷. د توامیتونو رامنځته کول او د پوهنتونونو او اړونده ادارو سره د هوکړه لیکنو لاسلیکول

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم