د ۱۴۰۵ تحصیلي کال لپاره د کابل پوهنتون د (فوق لیسانس) په پروګرامونو کې نوم لیکنه
د ماسټرۍ په کچه د شمولیت لپاره لاندې پروګرامونه چمتو دي:
|
ګڼه |
پوهنځی |
څانګه |
د ماسټرۍ پروګرام |
|
1 |
ټولنیز علوم |
انسان پوهنه او لرغونپوهنه |
د افغانستان پېژندنې ماسټرۍ |
|
2 |
کمپیوټر ساینس
|
معلوماتي سیسټمونه |
د معلوماتي سیسټمونو ماسټرۍ |
|
3 |
|
معلوماتي ټکنالوژي |
د معلوماتي ټکنالوژۍ ماسټرۍ |
|
4 |
ښکلو هنرونو |
اړونده پوهنځی |
د لیدنی او ننداریز هنرونو ماسټرۍ |
|
5 |
فزیک |
هستوي او اتومي فزیک |
د هستوي فزیک ماسټرۍ |
|
6 |
وترنري علوم |
عمومی څانګه |
د وترنري طب ماسټرۍ |
|
7 |
اقتصاد
|
د منجمنت او تشبثاتو اداره |
د سوداګرۍ ادارې ماسټرۍ |
|
8 |
|
مالي او بانکي چارې |
د مالي او بانکي چارو ماسټرۍ |
|
9 |
بهرنۍ ژبې او ادبیات |
عربي ژبه او ادبیات |
د عربي ژبې او ادبیاتو ماسټرۍ |
|
10 |
ملي ژبې او ادبیات
|
پښتو ژبه او ادبیات |
د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټرۍ |
|
11 |
|
دري ژبه او ادبیات |
د دري ژبې او ادبیاتو ماسټرۍ |
|
12 |
کرنه
|
اګرانومي |
د اګرانومي ماسټرۍ |
|
13 |
|
حیواني علوم |
د حیواني علومو ماسټرۍ |
|
14 |
|
بڼوالي |
د بڼوالي ماسټرۍ |
|
15 |
|
نبات ساتنه |
د نباتاتو د ساتنې ماسټرۍ |
|
16 |
|
کرنیز اقتصاد او پراختیا |
د کرنیز سوداګری مدیریت ماسټرۍ |
|
17 |
انجنیرۍ |
د انرژۍ انجنیرۍ |
د نوي کېدونکی انرژۍ او د انرژۍ د موثریت ماسټرۍ |
|
18 |
|
بريښنا او بریښنایی انجنیرۍ |
د بريښنا او بریښنایی انجنیرۍ ماسټرۍ |
|
19 |
ژورنالیزم او ارتباطات |
ژورنالیزم |
د ټولیز اړیکو ماسټرۍ |
|
20 |
ارواپوهنه او ښوونیز علوم
|
ښوونیز مدیریت |
د ښوونیز مدیریت ماسټرۍ |
|
21 |
|
ارواپوهنه |
د عمومي ارواپوهنې ماسټرۍ |
|
22 |
|
ښوونیز پلان او پالیسي |
د ښوونیز پلان او پالیسۍ ماسټرۍ |
|
23 |
شرعیات
|
اسلامي تعلیمات |
د تفسیر او حدیث ماسټرۍ |
|
24 |
|
فقه او قانون |
د فقهې او قانون ماسټرۍ |
|
25 |
|
اسلامي ثقافت |
د اسلامي ثقافت ماسټرۍ |
|
26 |
|
دعوت |
د دعوت ماسټرۍ |
|
27 |
|
عقیده او فلسفه |
د عقیدې او فلسفې ماسټرۍ |
|
28 |
ریاضي |
عمومي ریاضي |
د ریاضیاتو ماسټرۍ |
|
29 |
حقوق او سیاسي علوم
|
نړیوالې اړیکې او سیاسي علوم |
د نړیوالو اړیکو ماسټرۍ |
|
30 |
|
جزا حقوق او جنایي علوم |
د جزا حقوقو او جرم پېژندنې ماسټرۍ |
|
31 |
عامه اداره او پالیسي |
د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی |
د عامه ادارې او پالیسۍ ماسټرۍ |
|
32 |
فارمسي |
کلینیکي فارمسي |
د کلینیکي فارمسي ماسټرۍ |
|
33 |
کیمیا |
صنعتي کیمیا |
د صنعتي کیمیا ماسټرۍ |
|
34 |
ځمکپوهنه |
هایدرومترولوژی |
د هایدرولوژي ماسټرۍ |
|
35 |
بیولوژي |
زولوژی |
د ایکالوژي ماسټرۍ |
د دکتورا په کچه د شمولیت لپاره لاندې پروګرامونه چمتو دي:
|
ګڼه |
پوهنځی |
څانګه |
د ډکتورا پروګرام |
|
1 |
ژبه او ادبیات |
پښتو ژبه او ادبیات |
د پښتو ژبې او ادبیاتو دکتورا |
|
2 |
ریاضیات |
ریاضیات |
د تطبیقي ریاضیاتو دکتورا |
تاسو کولای شئ د فوق لیسانس د نوم لیکنې فورم له لاندې لینک څخه ترلاسه کړی:
https://nexa.gov.af/fa/downloadable-files/3/file-items
د فورم ډکولو لارښوونه:
هیله ده د نوم لیکنې فورمه د ذکر شویو شرایطو سره سم، په کمپیوټر کې په پښتو یا دري ژبه ډکه کړئ.
د فورم د پړاوونو بشپړولو لارښوونه:
د فورم تر ډکولو او د خپل یو انځور د نصبولو وروسته ، د بریښنایی پیژند پاڼه( الکترونیکی تذکره) رنګه کاپي، او د تیری دوری سند (دیپلوم او ټرانسکرېپټ) رنګه کاپي ورسره ضمیمه کړئ.
- هغه غوښتونکي چې د کابل پوهنتون له لیسانس پروګرامونو څخه فارغ شوي، د نوم لیکنې فورمه دې د اړوندې پوهنځي او د کابل پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له تائید وروسته، هغه پوهنځي ته وسپاري چې ورته نوم لیکنه کوي.
- هغه غوښتونکي چې د کابل ولایت د امارتي پوهنتونونو له لیسانس پروګرامونو څخه فارغ شوي، د نوم لیکنې فورمه دې د اړوند پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت د امارتي محصلانو چارو ریاست له تائید وروسته، هغه پوهنځي ته وسپاري چې ورته نوم لیکنه کوي.
- هغه غوښتونکي چې د کابل ولایت د خصوصي پوهنتونونو له لیسانس پروګرامونو څخه فارغ شوي، د نوم لیکنې فورمه دې د اړوند پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست له تائید وروسته، هغه پوهنځي ته وسپاري چې ورته نوم لیکنه کوي.
- هغه غوښتونکي چې د ولایتونو د امارتي پوهنتونونو له لیسانس پروګرامونو څخه فارغ شوي، د نوم لیکنې فورمه دې د لوړو زده کړو وزارت د امارتي محصلانو چارو ریاست له تائید وروسته، هغه پوهنځي ته وسپاري چې ورته نوم لیکنه کوي.
- هغه غوښتونکي چې د ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو له لیسانس پروګرامونو څخه فارغ شوي، د نوم لیکنې فورمه دې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست له تائید وروسته، هغه پوهنځي ته وسپاري چې ورته نوم لیکنه کوي.
- هغه علماء او فاضلان چې د مدارسو اسناد یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ارزول شوي وي، د نوم لیکنې فورمه دې د دیني جامعاتو د عمومي ریاست له تائید وروسته، هغه پوهنځي ته وسپاري چې ورته نوم لیکنه کوي.
- هغه درانه غوښتونکي چې غواړي د امارتي ادارو د کارمندانو په سهمیه کې نوم لیکنه وکړي، د فورم د پړاوونو د بشپړولو پر مهال دې د خپلې ادارې د معرفي مکتوب ورسره ولري، ترڅو د لوړو زده کړو وزارت د امارتي محصلانو په ریاست کې له تائید وروسته په اړونده پوهنځي کې د کارمندانو په سهمیه کې ثبت شي؛ له هغه پرته به په ازاده سیالۍ کې شامل شي.
- هغه درانه غوښتونکي چې غواړي د علمي کادر د غړو په سهمیه کې نوم لیکنه وکړي، د فورم د پړاوونو د بشپړولو پر مهال دې د خپل پوهنتون د معرفي مکتوب ورسره ولري، ترڅو د لوړو زده کړو وزارت د امارتي محصلانو په ریاست کې له تائید وروسته په اړونده پوهنځي کې د کادر په سهمیه کې ثبت شي؛ له هغه پرته به په ازاده سیالۍ کې شامل شي.
د نوم لیکنې د پیل او پای نېټه:
د فوق لیسانس (ماسټرۍ او دکتورا) په پروګرامونو کې نوم لیکنه د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له لومړۍ نېټې پیل او د ۱۴۰۴ کال د کب تر ۲۸مې پورې دوام لري.
د نوم لیکنې لګښت (فیس):
- د ماسټرۍ پروګرام په ازموینه کې د ګډون فیس: ۵۰۰ افغانۍ.
- د دکتورا پروګرام په ازموینه کې د ګډون فیس: ۱۰۰۰ افغانۍ.
- د ازموینې فیس باید په اړونده پوهنځي کې د فورم د سپارلو پر مهال تادیه شي.
د نوم لیکنې وخت:
- له شنبې تر چهارشنبې (د سهار له ۹ تر مازدیګر ۵ بجو).
- پنجشنبه (د سهار له ۹ تر ماسپښین ۳ بجو).
د نوم لیکنې ځای:
د کابل پوهنتون اړوندې پوهنځۍ