د ګډې علمي همکارۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو
د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي او د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د ګډو علمي همکاریو په موخه، د محصلینو لپاره د کار زده کړې، څېړنو او لازمو سلا مشورو په برخو کې لاسلیک شوی دی.
یاده دې وي چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو ظرفیت لوړونې په موخه تر دې وړاندې له یو شمېر نورو بنسټونو سره هم د ګډ علمي کار په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.