د کمپیوټر، انګلیسي او عربي ژبې د زده کړې درې میاشتني کورس پرانیسته وشوه
په کابل پوهنتون کې د محصلانو چارو انسجام آمریت له لوري د کمپیوټر، انګلیسي او عربي ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د محصلانو چارو انسجام آمر قاري فیضان الله قلمیار په خپله پیلیزه وینا کې وویل، محصلان باید د درسي بهیر ترڅنګ ژبني مهارتونه هم زده کړي، د نوموړي له قوله د کورس په پای کې آزموینه اخیستل کېږي او بریالیو محصلینو ته به سند ورکړل شي.
د محصلانو چارو معاون استاد صلاح الدین ایوبي په خپلې وینا کې محصلین د ژبنیو مهارتونو زده کړې ته وهڅول او ټینګار یې وکړ، چې محصلین باید له شته فرصت او وخت څخه سمه ګټه واخلي.
د ژبو درې میاشتني کورسونو لړۍ د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پریکړې له مخې پیل شوې چې په کې محصلینو ته په وړیا ډول د دوی د خوښې او انتخاب سره سم په یوه ژبه کې زده کړې ورکول کیږي