د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۰:۲۳
11

دغه نندارتون د روان کال لېندۍ میاشتې په ۸ مه نېټه چې د کابل پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو، د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال، د خصوصي سکتور مسئولینو، پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون درلود د رسنیو په موجودیت کې پیل چې دوه ورځې به  ادامه ولري. په یاد نندارتون کې د زراعت پوهنځي لخوا په بېلا بېلو څانګو کې د څه باندې ۸۰ څېړنیزو سوژو پایلې نندارې ته وړاندې کېږي.

د غه غونډه د قرآن عظیم الشان  په مبارکو آیتونو پیل وروسته ویناوالو په موضوع خبرې وکړې.

د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل صفی الله جوهر  راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د څېړنې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې  کړه، د کرنې پوهنځي دروازه د ټولو په مخ خلاصه ده، د کرنې سکتور د طرحې جوړولو او څېړنیزو کارونو په برخه کې د علمي او مسلکي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره چې دوی یې لري له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو سره هر ډول همکاری ته چمتو دي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز پخپلو خبرو کې د مېلمنو له ګډون او د زراعت پوهنځي استادانو او محصلینو له زحمتونو څخه مننه وکړه او ویې ویل افغانستان یو کرنیز هېواد دی، او د پرمختګ لپاره یې باید کرنیز سکتور تقویت شي.

ښاغلي عزیز زیاته کړه، د کابل پوهنتون د مسلکي اشخاصو په روزنه او څېړنیزو چارو په برخه کې ژمن دی او د کرنې پوهنځي په دې برخه کې ښه ګامونه پورته کړي، او د کرنې سکتور د لاښه والي لپاره یې ګټورې طرحې چمتو کړې او موږ په  دې برخه کې د کرنې او مالدارۍ  وزارت له همکاریو څخه هم منندوی یو، هیله لرو چې ژر به له یاد وزارت سره هوکړه لیک امضاء کړو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي صدر اعظم په یاده غونډه  کې ډاډ ورکړ،  چې دغه  وزارت د کرنې پوهنځي د علمي او څړنیزو چارو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د دغه پوهنځي اړتیاووې به ورته چمتو کوي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاعلي مولوي محمد حامد حسیب په یاد نندارتون کې وویل په هېواد کې پوره امنیت تأمین دی، علمي او څړنیزو چارو ته  زمینه برابره ده او موږ هیله لرو چې په دې برخه کې لازمه پاملرنه وشي.

په یاده غونډه کې د خصوصي سکتور په استازیتوب د معادن او صنایعو اتاق رئیس رحیم الله سمندر خبرې وکړې، او ددغه نندارتون جوړول یې مهم او حیاتي کار یاد کړ ښاغلي سمندر ټینګار وکړ، چې په هیواد کې له څیړنې پرته پرمختګ ناشونی دی او خصوصي سکتور  په څړنیزو برخو کې له کرنې پوهنځي سره هوکړه لیک ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې هم د کرنې پوهنځی د علمي او څړنیزو چارو د لاښه والي په برخه کې څو نور سمینارونه، ورکشاپونه او همدارنګه  د غنمو سکتور پر ځان بساینې لپاره یې طرحې چمتو او وړاندې کړې دي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۵:۲۵
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه

د علمي شورا غونډه د روان کال سلواغې مياشتې په څلورمه نېټه د پوهنتون رئيس او مرستيالانو په شتون کې جوړه شوه، د دغه شورا پخوانيو پريکړو د تطبيق راپور، د پوهنتون ستراتيژيک پلان، پوهنځیو پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۱۴
Background image

د کادري غړو د ګمارنې او ترفیع پروسې د ساده کولو طرحه د کابل پوهنتون له رهبرۍ سره شریکه شوه

دغه طرحه چې د اداري اصلاحاتو ادارې لخوا تهیه او ترتیب شوې ده، د روان کال د سلواغې میاشتې په دوهمه نېټه د یک شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، یو شمېر استادانو او د لوړو زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

د تفتیش عالي ادارې مسوولینو د کابل پوهنتون له رئیس سره لیدنه تر سره کړه

د تفتیش عالي ادارې مسؤلینو د روان کال مرغومي میاشتې په ۲۵مه نېټه د یکشنبې ورځ د کابل پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره لیدنه تر سره کړه. پدې لیدنه کې د پوهنتون د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا