د کابل پوهننتون رییس د پوهنتون د استادانو د وړتیاوو ټاکلو ورکشاپ کې ګډون وکړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۶:۲۱
ku

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د زمري په  ۴ نېټه د دوشنبې په ورځ «د کابل پوهنتون د استادانو د وړتیاوو ټاکلو» ورکشاپ کې، چې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د پیداګوژي څانګې له لوري جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

د کابل پوهنتون رییس د دې ورکشاپ د جوړېدو په موخه یې د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د پیداګوژي څانګې استادانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د دې ډول برنامو جوړول د استادانو د تواناييو او پوهنیزو مهارتي وړتیاوو په برخه کې زیات مهم او ګټور دی او پدې برخه کې باید زیات ورکشاپونه او سمینارونه جوړ شي. د ښاغلي بابري په وینا پدې ډول برنامو او ورکشاپونو کې استادان موقع پیدا کوي، چې خپله علمي او اکاډمیکه پوهه له یو بل سره شریکه کړي او د یو بل له شته  تجربو څخه ګټه پورته کړي او خپله وړتیا او توانايي لوړه کړي او دا وړتیا او توانايي محصلینو ته هم ولېږدوي. د کابل پوهنتون رییس تاکید وکړ، چې د پوهنتون رهبري تل د علمي او اکاډمیکو برنامو د جوړولو ملاتړی دی او پدې ډول برنامو سره کولای شو خپله درسي سټراټیژي وټاکو او د هیواد بچیانو لپاره ګټور خدمت تر سره او د پوهنتون رسالت هم ادا کړو.

پدې ورکشاپ کې د کابل پوهنتون د پوهنځیو یو شمېر استادان په درې ګروپونو کې ویشل شوي او د «کابل پوهنتون استادانو وړتیاوو ټاکلو» باندې خبرې اترې کوي. د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د پیداګوژي څانګې استاد او د دې ورکشاپ جوړوونکی پوهنمل رضا میرزايي د کابل پوهنتون له رییس څخه د مننې کولو ترڅنګ وايې، چې د نړۍ په زیاتو معتبرو پوهنتونونو کې د استادانو د وړتیاو پیدا کولو او ټاکلو په موخه ورکشاپونه شتون لري او مونږ هڅه کوو، چې په کابل پوهنتون کې ورته برنامې شتون ولري او په همدې موخه مو دا ورکشاپ جوړ کړی دی.

ښاغلي میرزايي زیاته کړه، چې هغوی له دې لارې د کابل پوهنتون وړ او غوره استادان پېژني او دا به د نورو استادانو د هڅونې سبب شي، چې پدې ډول برنامو کې ګډون وکړي. د میرزايي په وینا، دا ورکشاپ کولای شي استادان د نويو استادانو په ګمارنه، د استادانو ارزونه او د استادانو د ظرفیت او علمي او څېړنیزو مسایلو کې به مرسته او لارښوونه وکړی.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

"شيدې له تولیده تر مصرفه" کنفرانس دائر شو

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د شیدو له تولیده تر مصرفه، کیفیت لوړول، خوندیتوب او ټکنالوژۍ اړوند علمي کنفرانس دائر شو.

په دې کنفرانس کې د شېدو پر غذايي اهمیت، د تولید پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۴
Background image

محصلینو ته اصلاحي سمینار پيل شو

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې د ژمنۍ رخصتۍ څخه په استفادې د دې پوهنتون او د مرکزي او شمالي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو يو شمير محصلینو ته اصلاحي سيمينار پيل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د نورستان پوهنتون استادانو ته د ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د مسلکي ظرفيت لوړونې آمریت له لوري د نورستان پوهنتون څلوېښت تنو استادانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په یاد ورکشاپ کې به د څېړنې بنسټیز اصول. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: