د کابل پوهنتو د لړم دولسمې پېښې شهیدانو لویه فاتحه واخیستل شوه

Abdul Hai Alamyar
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۱۷:۲۳
یبشسیبث

د کابل پوهنتون د لړم دولسمې نېټې پېښې شهیدانو فاتحې مراسم د ( علم او معرفت شهیدانو یاد) تر نوم لاندې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۰ نېټه د دې پېښې د شهیدانو له کورنیو او وارثینو، د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله، د لوړو زده کړو وزارت نوماند دکتور عباس بصیر، د ارشاد، حج او اوقافو نوماند وزیر، د کابل پوهنتون ریاست رییس او مرستیالانو، د هیواد د مرکز ي درې پوهنتون رییسانو او استادانو، د روغتیا وزارت مرستیال او د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت استازي او د یو شمېر دولتي ادارو او د افغانستان د ملي شورا ځینو وکیلانو، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، د محصلینو اتحادې رییس او غړو او د زرګونو محصلینو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون په کابل پوهنتون واخیستل شوه.
دا مراسم، چې د فارمسي پوهنځي په مربوطاتو کې جوړ شوي وو، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس، د لوړو زده کړو وزارت نوماند، د پولیتخنیک او طبي پوهنتونونو رییسانو، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو او استادانو او د شهیدانو د کورنیو استازو پدې برنامه کې خبرې وکړې او هر یو په خپل وار سره د دې جاهلانه او کوردیلانه پېښې د جدي غندنې ترڅنګ یې د شهیدانو روح ته دعا او د شهیدانو او ټپيانو او همدارنګه یې د کابل پوهنتون، اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکې ټولنې او د هیواد د لوړو زده کړو کورنۍ سره خپله خواخوږي او غمشریکي وکړه او د الله ج له درباره يې د دې پېښې شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپيانو ته یې د روغتیا غوښتنه وکړه.
دې ویناوالو په خپل وار سره د علم او پوهې، د درس او معرفت د لارې تعقیب استواري او جدیت، په روښانه راتلونکې باورمندي، د امنیتي مسوولینو په مسوولیت منلو او په افغانستان کې په تلپاتې سولې باندې تاکید وکړ او د کابل پوهنتون له محصلینو او د هیواد د ټولو پوهنتونونو له محصلینو څخه وغوښتل تر څو  «بغیر له تسلیمدو» او «راتلونکې ته هیله بښونکې ولاړه لوړه روحیه»، «تاوتریخوالي، ناامني، تنګ نظري او د هیواد قصی القلب جاهلو دښمنانو ته نه» ویل او خپلو درسونو او تحصیلاتو ته تر پخوا په پوره هو‌ډ او ارادې سره حاضر او خپل د پوهې او بریالیتوب لارې ته دوام ورکړي.
د کابل پوهنتون رهبري هيئت د کابل پوهنتون د لړم دولسمې پېښې د شهیدانو روح ته دعا او کورنیو ته یې د تسلیت او ټپيانو لپاره د عاجلې شفا دعا کولو ترڅنګ یې له ټولو ګ‌‌‌‌‌‌ډونکوونکو، ګرانو محصلینو، چې په مراسمو کې یې ګ‌‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو، ټول وګړي، بنسټونه، ملي او نړۍوال پوهنتونونه، چې له ‌‌‌‌‌‌ډول_‌‌‌‌‌‌ډول لارو څخه که په حضوري او یا د پيغامونو په استولو سره یې خپله غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړې، مننه وکړه، د الله ج له درباره ورته اجر او خیر غواړي.
دا مراسم، چې د سهار په نهو بجو د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پيل او د کابل پوهنتون د زرګونو محصلینو او نورو ګ‌‌‌‌‌‌ډونکوونکو تر فاتحې وروسته د غرمې په ۱۲:۳۰ هیواد ته د خیر او ښېګڼې د دعا په کولو سره پایته ورسېدل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

د کابل پوهنتون رییس د چین هیواد له لوري د دې پوهنتون لپاره جوړې شوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د سرطان په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۹:۵۹
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست او د دې ریاست د مرستیالانو او علمي شورا د غړوپه ګډون جوړه شوه. دا ناسته د روان ۱۴۰۰ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۷:۱
Background image

د کابل پوهنتون رییس سره د پوهنې وزارت سرپرستې وکتل

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د غبرګولي په ۳۰ نېټه د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د پوهنتون د محصلینو چارو او د مالي او اداري چارو مرستیالانو شتون. . .

BACK TO NEWS

All Media

په کابل پوهنتون کې "د لوبې بدلون فرصت: له افغانستان څخه د ناټو او امریکا متحده ایالاتو ځواکونو وتل" تر عنوان لاندې د جمهوررئیس محمد اشرف غني لکچر.

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه