د کابل پوهنتون په فزیک پوهنځي کې د قرانکریم ختم مراسم جوړ شول
د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي یو شمېر محصلین، رییس، استادانو او یو شمېر کارمندانو د دې پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو محصلینو، چې د لړم میاشتې په دولسمه نېټه په یوه تروریستي برید کې شهیدان او ټپیان شول، د قرانکریم ختم او د دوی لپاره د دعا مراسم جوړ شول.
د دې برنامې ګډون کوونکو د دې وحشیانه برېد د غندلو او عاملینو ته د سزا غوښتنې ترڅنګ یې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره یې غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه او هیواد کې یې د امنیت او سولې تینګښت دعا وکړه.
دا مراسم، چې تر غرمې مخکې په ۱۱ بجو د فزیک پوهنځي د رییس، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د دې پوهنځي په یوه ټولګي کې جوړ شول.