د کابل پوهنتون والیبال نیمه پایلوبې سیالۍ ترسره شوې

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۲:۲۶
555

د پسرلي والیبال تورنمنټ نیمه پایلوبې سیالۍ د کرنې او چاپیریال پوهنې پوهنځیو والیبال ټیمونو ترمنځ د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد صلاح الدین ایوبی او ورزشي آمریت مسؤلینو په شتون کې د روان کال ثور میاشتې په ۲۵ د دوشنبې په ورځ ترسره شوې.

په دې سیالۍ کې د کرنې پوهنځي والیبال ټیم د چاپیریال پوهنځې والیبال ټیم ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او په دې توګه یې وروستۍ مرحلې ته لاره پیدا کړه.

په پام کې ده، چې په پای لوبه کې به د کرنې او وترنري علومو پوهنځیو والیبال ټیمونه د اتلولۍ ګټلو لپاره سیالي وکړي.

د کابل پوهنتون پسرلي والیبال تورنمنټ سیالۍ له ۲۲ پوهنځیو څخه د ۱۶ټیمونو ترمنځ د ثور میاشتې له ۱۶ نیټې څخه پیل او تر وروستۍ مرحلې پورې رسېدلې دي.

د دې سیالیو موخه د کابل پوهنتون د والیبال ټیم غوره کول، د والیبال رشتې مخکښه چهرو پیژندنه او د کابل پوهنتون د غوره شوي ټیم چمتوالی هغه سیالیو ته؛ چې د تربیت بدني عمومي ریاست، المپیک ملي کمیټې او نورو اړوند ورزشي بنسټونو لخوا ترسره کیږي؛ ښوودل شوې ده.

د کابل پوهنتون مسؤلینو په وینا چې د محصلینو علاقه د ورزشي سیالیو له ډلې له والیبال سره ډېره ده، او ډېر ژر به په راتلونکي کې هم د محصلینو لپاره د کرکټ، پهلوانۍ، فوتبال او فوتسال سیالۍ هم ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: