د کابل پوهنتون والیبال نیمه پایلوبې سیالۍ ترسره شوې
د پسرلي والیبال تورنمنټ نیمه پایلوبې سیالۍ د کرنې او چاپیریال پوهنې پوهنځیو والیبال ټیمونو ترمنځ د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد صلاح الدین ایوبی او ورزشي آمریت مسؤلینو په شتون کې د روان کال ثور میاشتې په ۲۵ د دوشنبې په ورځ ترسره شوې.
په دې سیالۍ کې د کرنې پوهنځي والیبال ټیم د چاپیریال پوهنځې والیبال ټیم ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او په دې توګه یې وروستۍ مرحلې ته لاره پیدا کړه.
په پام کې ده، چې په پای لوبه کې به د کرنې او وترنري علومو پوهنځیو والیبال ټیمونه د اتلولۍ ګټلو لپاره سیالي وکړي.
د کابل پوهنتون پسرلي والیبال تورنمنټ سیالۍ له ۲۲ پوهنځیو څخه د ۱۶ټیمونو ترمنځ د ثور میاشتې له ۱۶ نیټې څخه پیل او تر وروستۍ مرحلې پورې رسېدلې دي.
د دې سیالیو موخه د کابل پوهنتون د والیبال ټیم غوره کول، د والیبال رشتې مخکښه چهرو پیژندنه او د کابل پوهنتون د غوره شوي ټیم چمتوالی هغه سیالیو ته؛ چې د تربیت بدني عمومي ریاست، المپیک ملي کمیټې او نورو اړوند ورزشي بنسټونو لخوا ترسره کیږي؛ ښوودل شوې ده.
د کابل پوهنتون مسؤلینو په وینا چې د محصلینو علاقه د ورزشي سیالیو له ډلې له والیبال سره ډېره ده، او ډېر ژر به په راتلونکي کې هم د محصلینو لپاره د کرکټ، پهلوانۍ، فوتبال او فوتسال سیالۍ هم ترسره شي.