د کابل پوهنتون ملکي خدماتي بستونو آزموینې خبرتیا

tariq_admin
12548

د کابل پوهنتون ( ۳، ۴، ۵، او ۶) ملکي خدماتي بستونو ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د روان کال مرغومې میاشتې په (۲) نېټه د شنبې په ورځ د سهار په ( ۸:۰۰ ) بجو په آزموینه کې د ګډون په موخه د کارت ترلاسه کولو لپاره له یو قطعه عکس او د پیژند پاڼې له کاپي سره د کابل پوهنتون تمیم انصاري (رض) تالار ته حاضر شي.

همدارنګه له ټولو ګډونوالو څخه په درنښت غوښتنه کیږي، چې د روان کال مرغومې میاشتې په ( ۳ )نېټه دیکشنبې په ورځ د نوموړو بستونو د آزموینې ورکولو په موخه د سهار په (۸) بجو د تمیم انصاري(رض) تالار ته حاضر شي، او له ټولو الکترونیکي وسایلو لکه:( تلفن، ګوشکي، ماشین حساب....)  څخه د آزموینې په صحنه کې جدا ډه ډه وکړي.

وروستۍ خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۰:۵۶
Background image

خبرتیا!

ټولو هغو بریالیو نوماندانو ته چې د کابل پوهنتون له ۳ څخه تر ۶ اداري بستونو پورې آزموینه کې یې د جدي میاشتې په درېیمه نېټه برخه اخیستې وه، لومړني پړاو آزموینه کې بریالي بلل شوي، خبر . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

خبرتیا!

د ۱۴۰۲ـ ۱۴۰۳هـ.ل کال د کانکور آزموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د شبانه او ۱۴پاس اختصاصي آزموینو د فورمو توزیع سر له سه شنبې (۲۴/۱۱/۱۴۰۲) مطابق (۴/۸/۱۴۴۵) نېټې سره سم په کابل . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۶:۳۴
Background image

خبرتیا!

ټولو هغو کسانو ته چې د کابل پوهنتون فوق لیسانس برنامې(ماسټرۍ او دکتورا) د نوم لیکنې لپاره د کابل پوهنتون دفترونو ته مراجعه کوي، زنګ او یا هم د پیام له لارې اړیکه نیسي، خبر ورکول کیږي، . . .

Back to announcements

گالری رسانه

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون د رغنيزو چارو په جریان کي نن د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د نښلونکي سړک د پراخوالي چاري پیل شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم