د کابل پوهنتون محصلینو لپاره دیني ـ علمي دروسونه پیل شول
د روان کال وږي میاشتې په ۱۲ نېټه یکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي شیخ ندا محمدندیم د کابل پوهنتون محصلینو لپاره دیني ـ علمي درسونه پیل کړل.
یاد درسونه دکابل پوهنتون لخوا پیل شول او په ټولو امارتي دولتي او خصوصي پوهنتونو کې هم پیل کیږي؛ په پام کې ده؛ د اسلامي ثقافت نوموتي استادان او شیوخ به د دیني موضوعاتو په برخه کې لویو او اړینو مسایلو په برخه کې د محصلینو لپاره تدریس وکړي.
یاد درسونه د اسلامي ثقافت مضمون په درسي ساعت کې تنظمیږي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي شیخ مولوي ندا محمدندیم د دیني ـ علمي درسونو په تړاو جوړه شوې غونډې په پیل کې د عقایدو، ایمان، اخلاقو، عباداتو، معاملاتو او په اسلامي روحیه د محصلینو روزلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له محصلینو څخه یې وغوښتل؛ چې د عصري علومو په زده کولو کې د یني اساساتو او اړتیا وو ته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت له یاد نوښت څخه مننه وکړه او د هغه د عملي کولو لپاره یې د چمتووالی وښوود او ټینګار یې وکړ؛ چې د پوهنتون رسالت د محصلینو د ښوونې ترڅنګ په اسلامي عقیده او روحیه د هغوی روزل هم دي؛ چې له نیکمرغه کابل پوهنتون په دې برخه ژمنتیا پوره کړې ده.
د یادونې وړ ده؛ چې دیني او علمي درسونه له دې پخوا د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد ریاست لخوا هم د استادانو او کارکوونکو لپاره هم پیل شوي دي.