د کابل پوهنتون محصلینو له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه
د ټولنیزو علومو، ښکلوهنرونو، داخلي او بهرنیو ژبو او ادبیاتو، ارو ا پوهنې، اقتصاد، ژورنالیزم، شرعیاتو، ځمکپوهنې او چاپیریال پوهنې پوهنځیو محصلینو پخپل نوبت د هېواد له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې موخه د هېواد تاریخي آثارو، اسنادو، لرغونو او علمي ځایونو سره د محصلینو بلدتیا بلل شوې ده؛ له ملي آرشیف څخه د کابل پوهنتون محصلینو د لیدنو پلان د محصلانو خدماتو انسجام آمریت لخوا ترسره شوی دی.