د کابل پوهنتون محصلینو ترمنځ د پهلوانۍ سیالیو ورستی پړاو ترسره شو
د پهلوانۍ سیالیو وروستی پړاو د روان کال لړم میاشتې په ۲نېټه د سه شنبې په ورځ د ورزشي آمریت لخوا د کابل پوهنتون ورزشي جمنازیوم کې له سلو زیاتو بیلابیل وزن لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شو.
ددې سیالیو په ورستي پړاو کې د اقتصاد پوهنځي محصل مسیح الله د ۷۵ کیلو ګرام، د ارواپوهنې پوهنځي محصل بلال احمد د ۶۱کیلو ګرام، د کرنې پوهنځی محصل فرشاد د ۶۵ کیلوګرام، د ژورنالیزم پوهنځي محصل علی رضا د ۷۰کیلوګرام، د کرنې پوهنځي محصل رومان د ۷۴کیلو ګرام، د اقتصاد پوهنځي محصل احمدفرخ د ۷۹کیلو ګرام، د انجینري پوهنځي محصل محمدشریف د ۸۶کیلو ګرام، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل د ۹۷ کیلو ګرام په وزن پای ته ورسید.
د کابل پوهنتون ورزشي چارو آمر عبدالظاهر شفق وویل؛ چې ددې سیالیو موخه د پهلوانۍ په برخه کې د غوره چهرو پیژندنه او د ورزش په برخه کې د محصلینو هڅول دي. د په پای کې د ورزشکار محصلینو باندې ستاینلیکونه هم وویشل شول.