له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه ورکشاپ جوړ شو
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له لوري «له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو لارې چارې» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي ـ عملي ورکشاپ جوړ شو.
د ورکشاپ موخه د کرنې په برخه کې د سوداګریزو فرصتونو د پېژندنې، د محدودې پانګې په وسیله د کاروبار د پیل او د علمي نظریاتو د عملي سوداګریزو طرحو په بدلولو کې د محصلینو د وړتیاوو لوړول وو.
د کرنې پوهنځي رئیس او مسلکي ټرینر، پوهندوی صفي الله جوهر، ګډونوالو ته د کرنې په برخه کې د واقعي او د عملي کېدو وړ سوداګریزو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدارنګه د محدودې پانګې په وسیله د کاروبار د پیل لارې چارې، د کرنیزو ننګونو د سوداګریزو فرصتونو په بدلولو میتودونه، له پانګونې وړاندې د سوداګریزې نظریې د ارزونې او ازمېښت اصول بيان کړل، همدارنګه يې د یوه محصل له علمي پړاو څخه د بریالي کاروبار رامنځته کوونکي تر کچې د رسېدو بهیر تشریح کړ.
د ورکشاپ په بهیر کې محصلینو ته یو شمېر عملي تمرینونه هم وړاندې شول. د دغو عملي فعالیتونو له لارې محصلینو وکولای شول چې د سوداګریزو نظریاتو د رامنځته کولو، ارزونې او د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه لازم مهارتونه ترلاسه کړي.
د کرنې پوهنځي مسؤلین وايي، د دغه ډول علمي ـ عملي پروګرامونو جوړول د دې لپاره مهم دي چې محصلین د مسلکي زده کړو ترڅنګ د نوښت، کارموندنې او د خپلو علمي وړتیاوو پر بنسټ د کاروبار د رامنځته کولو لازم مهارتونه هم ترلاسه کړي.
