د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي د ناب او برایت فارما درمل تولیدي فابریکو او د نورم ملي ستندرد ادارې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۳:۳۵
تصویر

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي  د روان کال وږي میاشتې په ۲۴ مه نېټه د ناب او برایت فارما درمل تولیدي فابریکو او د نورم ملي ستندرد ادارې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ددې موافقه لیک موخه د زده کړیالانو د علمي کچې او مهارتونو لوړول، د کاري او علمي ساحې ترمنځ داړیکو لاغښتلي کېدل دي.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د نوموړي هوکړه  لیک د لاسلیک په جوړه شوې غونډه کې د فارمسي پوهنځي له رهبرۍ څخه د قدرداني ترڅنګ نوموړې هوکړه لیک په معنوي لحاظ داهمیت وړ وباله او ددې هوکړه لیک په عملي کولو یې ټینګار وکړ.

ښاغلي عزیز زیاته کړه، چې د فارمسي پوهنځي د استادانو له علمي کچې او وړتیاوو څخه باید په دولتي او خصوصي ادارو کې  د خلکو په خدمت کې ترې سالمه ګټه واخیستل شي.

د نورم ملي ستندرد ادارې رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د کابل پوهنتون سره  د یاد هوکړه لیک  لاسلیک کول غوره ګام یاد کړ او هغه یې د دواړو لوریو په  ګټه وباله. 

ښاغلي تمیم وویل: موږ د فارمسي پوهنځي زده کړیالانو ته دعملي فعالیتونو په برابرولو کې ژمن یو.

د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقا محمد ژکفر وویل چې ددې هوکړه لیکونو موخه د نورم ملي استندرد ادارې، د ناب او برایټ فارما د درمل جوړولو فابریکو د کارکوونکو د فني پوهې لوړول، د ګډو علمي څېړنو ترسره کول، په ګډه د علمي کنفرانسونو او سمینارونو په لار اچول دي.

په همدې حال کې دبرایت فارما او ناب درملو تولیدي فابریکو مسئولین د یاد هوکړه لیک له لاسلیک څخه خوښي څرګنده کړه، او ټینګار یې وکړ چې دوی د هوکړه لیک ټولو مواردو  پلي کېدو ته چمتو او ژمن دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: