د کابل پوهنتون علمي غونډه ترسره شوه
نوموړې غونډه د قرآن کریم په مبارکو پیل شوه، په پیل کې د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په بریالي توګه د مني سمیسټر آزموینو پای ته رسېدو او دنوي سمېسټر درسونو پیلولو، د پوهنتون په داخلي شاوخوا چاپیریال کې د نظم او دسپلین غوره والي ته پام کولو او نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د کرنې پوهنځي۲ د ماسټرۍ او ۲ د دکتورا ، د فزیک او کیمیا په پوهنځیو کې د شپې برنامو په رامنځ ته کېدو د علمي کادر د جذب روند توحید کولو، (۹) د علمي مسایلو موارد، (۳) د محصلینو اړوند مسایل، (۲) د فوق لیسانس برنامې، (۱۲) د استادانو علمي ترفیعاتو او (۱۲) نور د استادانو د ګمارنې موضوعات تایید شول.
نوموړې جلسه د روان کال لړم میاشتې په ۳۰مه نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.