د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۷:۳۳
ku

د روان کال د وري په ۱۰ نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس محمد عثمان بابري په مشري او د ریاست د مرستیالانو او د پوهنځيو د رییسانو په ګډون د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس د ناستې په پیل کې د جلسې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې وویل، چې د پوهنتون د چټکو درسونو وروستۍ اونۍ ده او هیله یې وښوده، چې د سمسټر پای ازموینو ته پوره تیاري نیول شوې ده. بابري زیاته کړه، چې د نجونو او هلکانو په لیلیه کې شته ستونزې حل شوي دي او همدارنګه د دې پوهنتون د پراختیا ماسټر پلان هم اماده شوی او د تکمیل په حال کې دی، چې دا د پوهنتون راتلونکې لپاره یو ښه لرلید دی.

له اجنډا سره سم د پوهنتون علمي شورا کې همدارنګه د کابل پوهنتون د ملاتړو او فارغانو ټولنې طرحې او د هغې اساسنامه، د متقاعدو استادانو له علمي او اکاډمیک طرفیت څخه ګټه اخیستنه، د کابل پوهنتون په تحصیلي نصاب کې د کارموندنې زده کړې طرحې شاملول، د لسانس څخه پورته برنامو دوه موضوع ګانې، د محصلینو ستونزو اړوند لس موضوع ګانې، د استادانو د ګمارنې پنځلس موضوع ګانې، د استادانو د منفکي درې موضوع ګانې، د استادانو د علمي ترفیعاتو اړوند نهه موضوع ګانې، د استادانو د علمي رتبو د تثبیت درې موضع ګانې او اته متفرقه موضوع ګانو باندې د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعمل په رڼا کې هر اړخیز بحث وشو او په هرې يوې باندې د رایو په اکثریت تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن د لوړو زده کړو په چوکاټ کې د افغانستان له معتبر پوهنتون کابل پوهنتون څخه د فارغ محصلینو په غونډه کې حاضر یو، ټولو محصلینو ته مبارکي وایم.
شیخ الحدیث مولوي ندا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د امیر المومینین شیخ القران و الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظ الله تعالی ورعاه هغه پېغام چې محصلینو ته یې لیکلی وو، ولوسته.

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: