د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۶:۵۴
ku

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د دې بنسټ د علمي او اکاډمیکو چارو اړوندو مختلفو موضوعاتو باندې د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۶ نېټه د سې شنبې په ورځ د دې پوهنتون د علمي شورا د ناستو په تالار کې د دې شورا د غړو په ګډون جوړه شوه.

دا ناسته، چې د سې شنبې په ورځ د سهار په ۹:۳۰ پیل او د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د دې شورا د یو شمېر غړو له لوري په اجنډا خبرې او «د کابل پوهنتون د بدلون پلان د پلي کېدو بهیر څرنګوالي، د کارموندنې په اړه د محصلینو د زده کړې خدمتونو باندې د تمرکز په اړه د محصلینو د خدمتونو د برخې احیاء کولو څرنګوالی، په کابل پوهنتون کې د کیفي او ظرفیت لوړولو برنامو پلي کولو بهیر» د کابل پوهنتون د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۰ دوسیې، د علمي رتبو د تثبیت دوه دوسیې، د کابل پوهنتون د استادانو د ګمارنې اوه دوسیې، د محصلینو چارومعاونیت اړوند دوه برنامې، تر لسانس پورته برنامو امریت اړوند دوه برنامې او په یو شمېر متفرقه موضوعاتو خبرې او بحثونه وشول او د دې پوهنتون د قوانینو او لایحو په رڼا کې په هر یو لازم تصمیم ونیول شو او د پورته تصمیمونو د پلي کېدو په موخه اړوندو برخو او مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

جلسه د کابل پوهنتون د علمي شورا د غړو له لوري د هر اړخیزو ګټورو خبرو اترو وروسته هیواد ته د خیر او ښېګڼې د دعا په کولو سره پایته وروسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: