د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۵:۲۶
37694

نوموړې غونډه د روان کال مرغومې میاشتې په ۲۶نېټه د پوهنتون د رئیس په رهبرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې د پوهنتون علمي او اداري قضیو له جملې څخه د حقوقي زده کړو ملي مرکز د نوې طرحې منظورېدل، د تدارکاتي پروسې په اړه وضاحت، د استادانو مسلکي پراختیا مرکز درې کلن انکشافي پلان تاییدېدل، د آنلان درسونو راپور اورېدل، د فوق لیسانس برنامې اړوند موضوعات، داسلامي بانګدارۍ څانګې رامنځ ته کېدل، د پوهنتون دمیلمستون د کړنلارې (طرزالعمل) تاییدول، د کابل پوهنتون او ولایاتو پوهنتونو د استادانو ګمارنه او علمي ترفیعات، د مخکینۍ علمي شورا د پریکړو څارل او نورو مواردو په اړه بحث او خبرې وشوې او دهغه په اړه د قوانینو، اصولو او مقرراتو سره سم پریکړې ترسره شوې.

د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په دې جلسه کې د پوهنځیو له رئیسانو څخه وغوښتل، ترڅو اداري او تدریسي مسؤلیتونو ته پام و کړي او خپلې ستونزې د پوهنتون له هبرۍ سره په وخت شریکې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: