د کابل پوهنتون علمي شورای غونډه تر سره شوه
نوموړې غونډه د روان کال غبرګولي میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د پوهنتون رئیس او مرستیالانو په شتون کې دایره شوه. لومړی د شورای غړیو د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ارتباطاتو او ژورنالیزم، فارمسي، کرنې او ټولنیزو علومو پوهنځیو کې د ماسترۍ نویو برنامو له منظورېدو څخه خوښي څرګندنه کړه او همدارنګه یادو برنامو ته یې د نویو محصلینو د جذب په اړه خبرې وکړې.
وروسته په دې غونډه کې د پسرلني سمسټر د وروستیو آزموینو ته په چمتوالي او د مهالویش په چمتو کولو، د کابل پوهنتون او مرکزي زون ولایتونو پوهنتونو د ګمارنې، علمي ترفیعاتو تثبیت په ۲۴ مواردو، په حقوقو پوهنځي کې په نړیوالو اړیکو کي د ماسټرۍ برنامې په فعالېدو، په انجینري پوهنځي کې د نوې کیدونکې انرژۍ ماسټرۍ برنامې، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ډیجیټل کولو په حل لارو او خلاقیت مرکز کلني بودجوي پلان هم نظرونه شریک شول او د هغه په تړاو د قوانینو، مقرراتو او لایحو مطابق لازمې پریکړې ترسره شوې.