د کابل پوهنتون رییس په خپل دفتر کې د قزاقستان له سفیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۹:۴۸
ku

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون مرستیالانو هم شتون درلود په کابل کې د قزاقستان جمهوريت سفیر عالم خان یاسین ګیلدیف او مل پلاوي سره وکتل. دا لیدنه، چې د روان کال د وري په ۱۸ نېټه تر سره شوه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اکاډمیکو اړیکو په زیاتوالي په ځانګړې د کابل پوهنتون او د قزاقستان جمهوریت د پوهنتونونو د هغې له ډلې د الفارابي پوهنتون ترمنځ هر اړخیزې خبرې وشوې.

د کابل پوهنتون رییس کابل پوهنتون ته د قزاقستان سفیر ته ښه راغلاست وویل او له افغانستان سره یې د دې هیواد په ځانګړې توګه د هیواد له لوړو زده کړو سره یې له مرستو قدرداني وکړه او د دې مرستو د دوام غوښتونکی شو او همدارنګه یې د دې هیواد د خپلواکۍ ۳۰ مې کلیزې مبارکي وویله. پوهاند بابري وویل، چې د هیواد د لوړو زده کړو له برخې څخه زیات افغان محصلین په دوست هیواد قزاقستان کې په مختلفو کچو کې په زده کړو بوخت دي او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د نیکو اړیکو نښه ده.

د کابل پوهنتون د رییس په وینا په 2019 کال کې د کابل پوهنتون او د قزاقستان الفارابي پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوی دی او د دې هوکړه لیک پر بنسټ د کابل پوهنتون استادانو او علمي کادر غړو ته  په مختلفو کچو کې د زده کړو زمینه به برابره شي. پوهاند بابري وویل، چې کابل پوهنتون د کمیت او زیربنا برخو کې ښه پرمختګونه لري او د کیفیت په برخه کې هم ښه کار کوي تر څو وضعیت ښه شي او په سیمه کې به په یوه نمونه يي پوهنتون بدل شي او پدې برخه کې د دوست هیواد قزاقستان د مرستو او همکاریو غوښتونکی هم دی.

همدارنګه په کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر عالم خان یاسین ګیلدیف د کابل پوهنتون رییس او رهبري هیئت له ملاقات څخه د مننې ترڅنګ د همکاریو په ښه والي په ځانګړې توګه د قزاقستان او افغانستان ترمنځ یې په تحصیلي همکاریو تاکید وکړ. د قزاقستان سفیر زیاته کړه، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي اړیکې عالي دي او مونږ هڅه کوو، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ فرهنګي او تحصیلي اړیکې هم عالي او وغوړيږي؛  ځکه دا دواړه هیوادونه فرهنګي او تاریخي غوره اړیکي لري. ښاغلي ګیلدیف زیاته کړه، چې قزاقستان خوښ دی ترڅو د هوکړه لیک پربنسټ، چې د کابل پوهنتون او الفارابي پوهنتون ترمنځ لاسلیک شوی دی د پښتو ژبې او دري ژبې څانګې د قزاقستان په الفارابي پوهنتون او د قزاقي ژبې څانګه په کابل پوهنتون کې فعاله کړي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د کرونا اپیدمي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د تحصیلي او اکاډمیکو هوکړې د ځینو برخو د پلي کېدو پر وړاندې خنډ شوي دي او د دې اپیدمي په کمېدو سره به د دې برخې وضعیت ښه شي. د دې لیدنې په پای کې د کابل پوهنتون رییس او د قزاقستان جمهوریت سفیر د علمي شورا تالار ته لاړل  او هلته یې د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، استادانو او محصلینو سره هم وکتل. پدې لیدنه کې استادانو او محصلینو د قزاقستان سفیر سره یې د تحصیلي بورسیو پر ورکړه پوښتنې وکړې او ځوابونه واورېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: