د کابل پوهنتون رییس سره د ناروي شاهي هیواد سفیر و کتل

Abdul Hai Alamyar
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۹
ku

 

په کابل کې د ناروې شاهي هیواد استوګن سفیر ښاغلي اولي اندریس لیندیمن او مل هیئت د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري سره وکتل او دواړو لورو په اړندو موضوعاتو خبرې وکړې.

دا لیدنه، چې د سې شنبې په ورځ د غرمې په ۱۲:۳۰ د کابل پوهنتون په ریاست کې تر سره شوه په پیل کې په کابل کې د ناروي شاهي هیواد استوګن سفیر ښاغلي لیندیمن خبرې وکړې او د دې لیدنې د زمېنې په برابرېدو یې د خوښي ترڅنګ په لنډ ډول د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د ناروې هیواد د همکاريو بهیر، د کابل پوهنتون او د ناروې هیواد د اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د علمي همکاریو په جوړېډو او پیاوړتیا په څرنګوالي او د لړم دولسمې دردوونکې پېښې باندې یې د خواخوږي څرګندولو باندې خبرې وکړې او د کابل پوهنتون او د هغه هیواد د علمي بنسټونو ترمنځ د هکاريو د پیاوړتیا په څرنګوالي یې تاکید وکړ.

وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې لیدنه خوښي وښوده او کابل پوهنتون ته یې د دې سفارت هیئت ته ښه راغلاست وویل او د ښاغلي لیندیمن د خبرو اړوند یې له افغانستان سره په مختلفو په ځانګړې توګه په علمي- فرهنګي برخو کې له همکاریو او برنامو څخه مننه او ستاینه وکړه او همدارنګه یې د کابل پوهنتون او ناروې هیواد د اکاډمیکو بنسټونو د همکاريو په جوړېدو او پیاوړتیا تاکید وکړ. ښاغلي بابري د خپلو خبرو په لړ کې د کابل پوهنتون له نوېو برنامو د هغې له ډلې څخه یې د کابل پوهنتون د بدلون پلان څخه یادونه وکړه ویې ویل: د دې پلان یوه بنسټیزه برخه له بهرنیو علمي بنسټونو سره د همکاریو جوړول او پراختیا ده او د هغې پر بنسټ یې د کابل پوهنتون له لوري د ناروې هیواد علمي بنسټونو سره د هر ډول همکاریو د اړیکو جوړېدو ته تیاری وښوده، چې په پای کې به دواړه لوري د دې همکاریو جوړېدو څرنګوالي لپاره هڅه کوي او هغې ته د عمل جامه وراغوندي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۱۶:۳۷
Background image

په کابل پوهنتون کې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د کانکور ازموینې ګډونکوونکو او ځوانانو د او همدارنګه د کابل په لویديځ د سیدالشهدا ښوونځي د دردناکې او د هیواد ټولو وروستیو پېښو په اړه د فاتحې مراسم جوړ شول

په هیواد کې د وروستیو پېښو شهیدانو لپاره د فاتحې مراسم د روان کال د غوايي په ۲۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، استادانو او یو شمېر محصلینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۴۹
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې له لوري د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د قران کریم ختم وشو

د قران کریم د ختم مراسم د روان کال د غوايي په ۱۹ نېټه د یکشنبې په ورځ، چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ نېټې سره برابره وه د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې له لوري د کابل پوهنتون د رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۱۳:۵۷
Background image

په کابل پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې څخه د یادونې په مناسبت د قرآنکریم د ختم مراسم جوړ شول

د قرانکریم ختم مراسم د روان کال د غوايي په ۱۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ، چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۳ سره برابره وه، د دې مبارکې میاشتې څخه د درناوي په موخه د شرعیاتو پوهنځي رهبري له. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه