د کابل پوهنتون رهبري هیئت د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې شهیدانو په چنازه کې ګډون او د دوی له کورنیو سره یې غمشریکي وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۹:۱۸
یبسثث

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون ریاست مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو او استادانو د روان کار د لړم میاشتې په ۱۳ نېټه د سې شنبې په ورځ د پوهنتون د لړم میاشتې ۱۲مې نېټې شهیدانو په جنازه کې ګډون وکړ. نوموړي پدې مراسمو کې د ګډون تر څنګ د پېښې شهیدانو پاک روح ته  دعا، د دوی له کورنیو سره خواخوږي وکړه او د لوی الله ج له درباره یې شهیدانو ته د مغفرت او د دوی محترمو کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه. د افغانستان اسلامي جمهوریت د دې پېښې د شهیدانو کورنیو سره ۱۰۰ زره افغانۍ او د ټپیانو له کورنيو سره یې ۵۰ زره افغانۍ نقدي مرسته استولي وه، چې د دې مرستو عملي ویش د کابل پوهنتون د رییس له لوري په عملي ډول پیل او د دې پېښې ټولو کورنیو ته به وویشل شي.

کابل پوهنتون په پام کې لري، چې د دې پېښې شهیدانو ته د درناوي په موخه د غمرازي مراسم جوړ، چې وروسته به اعلان شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
Background image

د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: