د کابل پوهنتون رئیس په پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز څخه لیدنه وکړه
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز د روان کال وږي میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز (ACKU) څخه لیدنه وکړه، د یاد مرکز د کارکوونکو، مسولینو له هڅو او زحمتونو څخه یې مننه وکړه، هغوی یې د تاریخي او څېړنیزو امورو په مخ بېولو او زده کړیالانو، څېړونکو لپاره د خدمتونو د آسانتیا په برابرولو کې د دوی کړنې وستایلې.
ښاغلي عزیز زیاته کړه: دپوهنتون رهبري دیاد مرکز په کارونو کې پوره ملاتړ کوي، ترڅو نوموړی مرکز لا قوي شي او د دې مرکز په اسنادو او کتابونو الکترونیکي کولو معیار په نظر کې ونیول شي.
د مرکز کارکوونکو او مسولینو د پوهنتون له رئیس څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد دحقوقي او تاریخي مسایلو دخدمتونو وړاندې کولو آسانتیا لپاره به په پوره ایماندارۍ او ریښتینولۍ هڅې کوي.
د افغانستان معلوماتو مرکز (ACKU) په ۲۰۰۶ میلادي کال د نانسي دوپري چې په افغانستان پیژندونکې مشهوره ده، له خوا یې په کابل پوهنتون کې دبنسټ تیږه کېښودل شوه.
د خبرونو وړاندې کول، د افغانستان په اړه څړنیزې سرچینې، د اسنادو الکترونیکي کول، د کتاب لوستنې فرهنګ خورول، د اکاډمیکو څېړنو آسانتیا برابرول او د سواد زده کړې تقویه کول د یاد مرکز له برنامو څخه شمیرل کیږي.