د کابل پوهنتون د پوهنځيو او اداري شعبو پر خدمتي کارکوونکو او محافظینو ځانګړی یونیفورم ووېشل شو
دا یونیفورم د پوهنتون ادارې لخوا ویشل شوی او موخه یې د نظم او ډسپلین رامنځته کول او د خدمتي کارکوونکو او ساتونکو د روغتیا او خوندیتوب په اړه ګټور بلل شوی دی.
نوموړی یونیفورم د یادې موضوع تر څنګ د پوهنتون د امنیتي مسایلو، خدمتي کارکوونکو او محافظینو په پیژندنه کې هم اغیزمن واقع کیدای شي.
د پوهنتون د پوهنځيو او اداري شعبو خدمتي کارکوونکي او محافظین د نوموړي یونیفورم له وېش څخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د روغتيا په برخه کې او هم د کاري شرايطو په پیژندنه او لا ښه والي کې مهم وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل پوهنتون اداره تل هڅه کوي، چې د دغې ادارې خدمتي کارکوونکو او محافظینو ته اسانتیاوې او خوندي کاري چاپیریال برابر کړي.