د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د دې پوهنځي د متقاعدو استادانو له کړنو او خدمتونو څخه یادونه وکړه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۳:۲۸
ku

د روان کال د غوايي په ۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د یوې غونډې په لړ کې د دې پوهنځي د متقاعدو استادانو له خدمتونو او کړنو څخه په داسې حال کې، چې د کابل پوهنتون رییس او د دې پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال، د ټولیزو علومو پوهنځي د علمي کادر غړو هم شتون درلود ستاینه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د ټولنیزو علومو پوهنځي ریاست څخه یې د دې غونډې د جوړېو څخه د ستاینې ترڅنګ یې وویل، چې د متقاعد شوو استادانو علمي او اکاډمیک کارونه د هېرولو ندي او ویې ویل، چې دا استادان د هیواد سره د عشق او مینې، علمي او معنوي ارزښتونو سمبول دي او د دوی ځای د کابل پوهنتون رهبري سره به حفظ وي او کابل پوهنتون هڅه کړي تر څو تر تقاعد وروسته دا عزیز القدر استادان هم له ځانه سره ولري او د هغوی له علمي اندونو او تجربو څخه ګټه پورته کړي.

د کابل پوهنتون د ريیس په وینا متقاعد استادان تر پخوا څخه د زیات د کابل پوهنتون په رهبري باور وکړي؛ ځکه د پوهنتون علمي شورا «د متقاعدو استادانو د علمي اواکاډمیکو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې طرزالعمل» یې تصویب کړی دی او د هغې یوه کاپي یې د لوړو زده کړو وزارت ته هم استولې و د دې طرزالعمل په رڼا کې د متقاعدو استادانو له ظرفیت څخه په علمي او اکاډمیکو حوزو به ګټه پورته کړي او پدې برخه کې جدي هڅې روانې دي.

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس پوهندوی فرید الله فرهمند پدې غونډه کې خبرې وکړې او د دوی له ځانګړنو، اخلاقو او خاطرو څخه یې په نېکه یادونه وکړه. پوهندوی فرهمند په خپلو خبرو کې وویل: «د علمي کادر پخواني غړي د پوهنتون با ارزښته پانګه شمېرل کیږي او هغه استادان، چې په روان کال کې تقاعد شوي دي د هغو استادانو له ډلې څخه شمېرل کیږي، چې نومونه یې د ټولنیزو علومو پوهنځي په تاریخچه کې ثبت شوې او د دې پوهنځي پراختیا او پرمختیا د هغوی د زحمتونو احسان منده ده او د ټولنیزو علومو پوهنځي رهبري دا په هېڅ صورت نه هېروي.»

همدارنګه د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس زیاته کړه، چې د کابل پوهنتون محترمه رهبري متقاعدو استادانو ته د درناوي په موخه برنامې په پام کې لري او «د پخوانیو او متقاعدو استادانو له پوهې او وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې لایحه» تر عنوان لاندې طرحه جوړه کړې ده، چې د کابل پوهنتون په علمي شورا کې تائید شوې او پدې برخه کې یې د کابل پوهنتون ریاست له ځانکړې پاملرنه څخه مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې پدې برخه کې ژر تر ژره عملي ګامونه پورته شي او د متقادو استادانو له معنوي ملاتړ څخه ښه ګټه پورته شي.

پدې غونډه کې د ټولنیزو علومو يوهنځي متقاعدو استادانو پوهاند دکتور غلام حبیب پنچشیري، پوهاند دکتور عبدالبقي حصاري، پوهاند عبدالباقي پوپل او پوهنوال دکتور ناظرحسین افغانیار هر يو په خپل وار سره خبرې وکړې او د دې غونډې د جوړېدو څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، چې دوی په پوره شوق د کابل پوهنتون سره همکاري ته مینه وال دي او پدې برخه کې، چې هرڅه په توان کې لري پوهنتون او د دې پوهنتون محصلینو څخه به یې نسپموي.

دا غونډه د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د متقاعدو استادانو ته د ستاینلیکونو او ډالیو پر ورکړه پایته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۸
Background image

په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري «په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

په ورکشاپ کې د کابل ولایت د عل.ماوو د شورا غړو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۷۵ څانګو څخه ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول. د فراغت په غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو پوهنتونونو مشرتابه، دیني عالمانو، استادانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

" اوبه د اقلیمي عمل لپاره" تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې "اوبه د اقليمي علمي لپاره" تر عنوان لاندې يو ورځنی څېړني کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د پوهنتون د اړوندو څانګو د استادانو لخوا لس علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: