د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې د قرانکریم د ختم مراسم تر سره شول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۷:۴۰
شسیبشی

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استادانو، کارمندانو او يو شمېر محصلینو او د دې پوهنځي د رییس په شتون کې د دې پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو محصلین، چې د لړم میاشتې په ۱۲ نېټه په یوه تروریستي برید کې په شهادت ورسېدل او یو شمېر نور یې ټپیان شول د قرانکریم ختم او د دعا مراسم جوړ او د دې وحشیانه برید د غندلو او محکومولو ترڅنګ یې  د یو شمېر محصلینو د شهادت له امله یې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره خپله غمشریکي او همدردي وکړه.

دا مراسم د سهار په ۹ بجو د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس، استادانو، کارمندانو او یو شمېر محصلینو په ګډون د دې پوهنځي په یوه ټولګي جوړ شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: